Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برهان الدین رباني نهم تلین غونډې څنډه کې د سولې په تړاو اندونه

په کابل کې د پخواني ولسمشر، برهان الدین رباني نهم تلین غونډه نن(جمعه د وږي په ۲۸مه نېټه) کابل کې جوړه شوه چې په کې سیاسي څېرو او چارواکو د سولې په تړاو هیلې او اندونه بیان کړل.

دغې غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح  وايي هر افغان باعزته سولې ته تږی دی.

نوموړي زیاته کړه:«سوله راتلونکې ده، هر افغان با عزته سولې ته تږی دی. که هېواد کې سل کاله هم جګړه وشي، بیا هم همدې ټکي ته رسیږو چې د سولې خبرو ته سره کینو.»

همداراز د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله د سولې خبرو کې د افغانانو لپاره د عدالت پر تامین ټینګار کوي.

هغه د خپلو خبرو پرمهال څرګنده کړه:«موږ دوحې ته د دښمنۍ پایته رسولو په موخه تللي یوو، هغه هېواد کې چې د ورځې تر پنځو تنو وژل کیږي، د دواړو لوریو څخه، اړینه ده چې جګړه پای ومومي.»

ښاغلي عبدالله همداراز وویل چې افغان مرکچي پلاوی له برحقه دریځه چې سولې ته رسېدل، د افغانانو لاسته راوړنو ساتل او د عدالت تامین دی دفاع کوي.

بلخوا صلاح الدین رباني بیا د سولې د اوسنیو خبرو ډېر خوښ نه دی.

هغه وايي د افغانستان جګړه دوه اړخیزه نه ده، څو اړخونه لري او یوازې دواړه لوري خبرو ته له کېناستو سره ستونزه نه هواریږي.

ښاغلي رباني وړاندې وویل هره ډله باید د سولې خبرو کې شتون ولري، که ټولې خواوې دې خبرو کې ښکېلې نه وي، نو سوله به ډېره دوام ونه کړي او یوه ناقصه سوله به وي.

شریک یي کړئ