Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ښار کې د دوو مېرمنو وهل ټکولو په وړاندې غبرګونونه

کابل ښارکې له ملکي جامو او د پولیسو په حضور کې د دوو مېرمنو وهل ټکول له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه له بشري حقونو څرګنده سرغړونه ګڼي او ټینګار کوي چې د دغې پېښې عاملان به په سزا ورسېږي.
  
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس  ذبیح الله فرهنګ وویل:«دا یوه ډېره غمجنه او د اندېښنې وړ ده. تمه لرو چې د کورنیو چارو وزارت پېښه په جدي توګه وڅېړي.»

په وروستیو دوو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښيي دوه مېرمنې د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې په ملکي جامو کې د یو کس له لوري د پولیسو په مخ کې وهل ټکول کېږي.

ځينې مېرمنې وايي د هغو پولیسو بې تفاوتي چې د دغې پېښې په ځای کې حضور درلود د شرم وړ دی.
         
د ښځو د حقونو فعاله ساره سیرت وايي:«پولیس چې د ساتنې او مخنیوي مسوولیت لري په بشپړه توګه بې تفاوتي غوره کوي او یا هم چوپ دی او د جرم شریک کېږي، واقعاً د شرم ځای دی.»
                    
د کابل اوسېدونکې شمیلا هم وايي:«هر څوک د دې اندېښنه لري چې لږ تر لږه یو پلار، یو ورور، او یوه مور نه غواړي چې اولاد یې په عام محضر کې په دې ډول بې عزته شي او غواړي حیثیت یې خوندي وي.»

بل خوا یوه له دغو مېرمنو له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا کوي چې تر هغه وروسته د امنیتي ساتونکي له لوري وډبول شوې چې د خط سیر پر مهال یې له دغو ځواکونو وغوښتل چې هغه موټر ته د تېرېدو لار خلاصه کړي چې یو ناروغ یې لېږداوه.
 
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دې پېښې عامل کس پېژندل شوی دی او دوه تنه هغه پولیس سرتېري چې د پېښې په ځای کې وو؛ تر پوښتنو  او ګروېږنو لاندې دي.
       
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي:«د پولیسو دوه تنه منسوبین چې په سیمه کې لیدل شوي وو، هغوی مو احضار کړي دي، له هغوی څېړنې روانې دي او اصلي عامل هم پېژندل شوی دی. موږ هغه هم احضار کړی دی او وروسته پایلې خپروو.»

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وویل:«د پولیسو په وړاندې داسې وهل ټکول که څه هم وظیفوي مسوولیت ونه لري، سم نه دی.»

دا لومړی ځل نه دی چې د امنیتي ځواکونو پر دغه راز چلند نیوکه کېږي. د وروستۍ اوونۍ په لړ کې د کابل په کوټې سنګي کې ځينو صرافانو د پنځمې امنیتي حوزې پولیس تورن کړل چې دوی یې وهلي او ټکولي دي.

شریک یي کړئ