Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ څرګندونو په هکله غبرګون: د سولې بهیر په مناسب ځایګي کې یوو

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په هکله چې طالبان یې یوه سرسخته، ځيرکه او تېزه ډله بللې وه، غبرګون ښيي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي چې د ټرمپ ویناوې د امریکا خلکو ته متوجه وې او د سولې مذاکراتو کې د افغانستان ځای ځایګی مناسب دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د ولسمشر ټرمپ څرګندونې، هغه څرګندونې دي چې خپلو رسنیو او خپلو خلکو ته یې بیان کړي دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت په مسایلو کې بشپړه او پرېکنده اړیکې سره خپل کار مخته بیايي.»

بلخوا ځينې سیاستوالان د طالبانو په هکله د ډونلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په واقعیت کې طالبانو ته د امریکا له حده زیات نږدې کېدل او د افغان حکومت څنډې ته کېدل ګڼي.
           
د اسلامي انقلاب د حرک رییس مولوي قلم الدین وايي:«طالبانو اوس سرچینې هم پیدا کړي دي او هغه هېوادونه دي چې ورسره مرسته هم کوي، اوس چې څوک طالب ته یوه ډله واي په واقعیت کې سولې ته زیان رسوي.»

له دې ټولو سره سره د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د خپل ټوېټر پر پاڼه د سولې رامنځته شوې موکه بې ساری بولي او له دواړو لوريو غواړي چې دا فرصت له لاسه ورنه کړي.
 
په دوحه کې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي له نهو ورځو راهیسې د خبرو اترو لپاره د یوې کړنلارې پر جوړېدو هوکړې ته نه دي رسېدلي. 

خو د خلکو غوښتنه دا ده چې دا پلاوي په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو لارې چارې ولټوي.

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا رییس ګل رحمان قاضي په دې اړه وویل:«دوی دې ژر تر ژره د هېواد د ملي ګټو پربنسټ سره هوکړې ته ورسېږي او د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه د سولې ټينګښت دی.»

له دې سره جوخت په کابل کې د ایران پخوانی سفیر محمد رضا بهرامي په یوې مقاله کې چې طلوع نیوز ته یې لیکلې ده، ټینګار کوي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې یوه واقعي درک ته رسېدل د دوحې هوکړې ته له پاملرنې پرته سخت دي او د دواړو لوریو د غوښتنو تر منځ د ژور بېلوالي خبره کوي.

د دغې مقالې په یوې برخه کې راغلي دي:«د دواړو مذاکره کوونکو لوریو په غوښتنو کې ژور درزونه شته. طالبان د افغانستان حاکمیت نامشروع بولي او داسې برېښي چې په دې پړاو کې له ښکاره  وسایلو پرته د اسلامي امارت بیا جوړېدل تعقیبوي. د طالبانو د دغه نیت درک پېچلي ذهن ته اړتیا نه لري. د دوحې د هوکړې امریکایي معمارانو هم له طالبانو سره په لاسلیک شوي متن کې د افغانستان له هوکړې وروسته د نوي اسلامي حکومت په جملې سره عملاً د افغانستان له اوسنۍ واکمنۍ تېرېدل او د نوي جوړښت منل تضمین کړي دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت هم په دغو مذاکراتو کې په هغه اجماع سره چې لا هم پیاوړتیا ته اړتیا لري، د هغو ټولو لاسته راوړنو د ساتلو په هڅه کې دی چې په دغو کلونو کې ترلاسه شوي دي.»

له دې ټولو سره د افغانستان خلکو غوښتنه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو پلاوي دې په هېواد کې د جګړې د پای لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره لنډې لارې وپلټي. 

خو د بهرنیو چارو وزارت د سولې په مذاکراتو کې د کابل ځای ځایګی مناسب بولي او د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په تړاو داسې غبرګون ښيي.

شریک یي کړئ