Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې د سولې مذاکرات؛ د کړنلارې جوړېدل ولې له ځنډ سره مخ شوي؟

د افغانانو ترمنځ د مذاکرې له لومړنۍ غونډې ۹ ورځې تېرېږي؛ خو لاهم د افغانستان اسلامي جمهویت او طالبانو مرکچي پلاوي په دې نه دي بریالي شوي چې د سولې د رسمي مذاکراتو کړنلاره جوړه کړي.

دا کړنلاره چې ټاکل شوې ده ۲۵ مادې ولري، ځينې اختلافي موردونه لري چې د دواړو لوریو پلاویو ۴۴ غړي له ۹ ورځو راهیسې سره ښکېل کړي دي.

د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري چې له د مذاکراتو له پيلنۍ غونډې تراوسه دغه بهیر یې پوښلی دی، وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د جګړې لپاره نوم اېښودل، د مذاکراتو مذهبي بنسټ او د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک ځای ګی - چې د تېر کال په کب میاشت کې لاسلیک شو - د دواړو لوریو ترمنځ اختلافي مسایل دي.

طالبان غواړي جګړې ته یې جهاد وویل شي او وايي چې مذاکراتو کې دې پرېکړې پر حنفي فقه وشي. طالبان د نورو مذهبونو د یادولو مخالف دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوسني اساسي قانون په ۱۳۱ ماده کې جعفري مذهب هم په رسمیت پېژندل شوی او د افغانستان پارلمان هم، د شیعه مذهبو په تړاو بېل قانون تصویب کړی دی. 

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«پر کړنلارې او اختلافي موردونو بحث روان دی. زموږ هیله دا ده چې ژر تر ژره دغه مسایل وروستي شي.»

خو د افغانستان د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق د جمعې په ورځ کابل کې په یو لړ مراسمو کې، ټينګار وکړ چې په هېواد کې یو ځل بیا قومي او مذهبي مسایلو ته دې لمن ونه وهل شي:«د شلو کلونو ډموکراسۍ په لړ کې او له هغې اخوا دننه په افغانستان کې یو بل مو وپېژندل، یو بل مو ومنل، د افغانستان قومونه، د افغانستان ژبې، د افغانستان مذهبونه، پر دې موږ د افغانستان اساسي قانون په لویه جرګه کې بحث وکړ او یو بل مو په رسمیت وپېژندل او یو بل مو ومنل.»

د دین عالم غلام الدین کلانتري هم وايي:«حنفي فقه هر څه نه دي. په دې معنا چې حنفي فقه ټول شریعت نه دی. موږ ډېر موردونه لرو چې احناف نورو فقهو ته موکول کړي دي.»
 
د دواړو مرکچي ډلو له منځه ځینې سرچینې وایي، د طالبانو یوه بله غوښتنه دا ده چې امریکا سره د دوی ( طالبانو) هوکړه لیک باید د هوکړو یو بنسټ وي او د افغانانو خپلمنځي مذاکرات دې ترې بېل نه ګڼل کېږي. په دې مانا چې که د امریکا او طالبانو هوکړه لیک نقض شو، نو طالبان د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو دوام ته ژمن نه دي.

د درېیو اختلافي مسایلو نه پر یوې داسې هوکړه شوې، چې کړنلاره کې به د جهاد او جګړې پر ځای د معضل (شخړې) کلمه لیکل کېږي. خو د افغانستان اسلامي جمهوري مرکچي ډلې لا هوکړه نه ده کړې چې د مذاکراتو پرېکړې دې یوازې په حنفي فقه وشي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه دې د مذاکراتو بنسټ وګڼل شي.

شریک یي کړئ