Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې د مرکچي پلاویو د تماس ډلو د ناستو دوام

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو د تماس ډلو تېر ماښام د څلورم ځل لپاره یو له بل سره کتلي دي.

د دې لیدنو او کتنو موخه د سولې خبرو بهیر کې د کړنلارې په ځينو برخو کې د حل لارو پیدا کول بلل شوي دي.
 
د تماس ډلو په څلورمه ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي وړاندیزونه او متبادلې لارې طالبانو ته سپارل شوي دي، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنې او نور بديل وړاندېزونه رد او یا تایيد کړي نه دي.

په قطر کې د دواړو لورو تر منځ د خبرو لس ورځي پوره شوې او شونې ده چې د خبرو لپاره د تماس ډلې به نن هم غونډه او خبرې وکړي.

د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري چې له د مذاکراتو له پيلنۍ غونډې تراوسه دغه بهیر یې پوښلی دی، وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د جګړې لپاره نوم اېښودل، د مذاکراتو مذهبي بنسټ او د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک ځای ګی - چې د تېر کال په کب میاشت کې لاسلیک شو - د دواړو لوریو ترمنځ اختلافي مسایل دي.

طالبان غواړي جګړې ته یې جهاد وویل شي او وايي چې مذاکراتو کې دې پرېکړې پر حنفي فقه وشي. طالبان د نورو مذهبونو د یادولو مخالف دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوسني اساسي قانون په ۱۳۱ ماده کې جعفري مذهب هم په رسمیت پېژندل شوی او د افغانستان پارلمان هم، د شیعه مذهبو په تړاو بېل قانون تصویب کړی دی. 
د دواړو مرکچي ډلو له منځه ځینې سرچینې وایي، د طالبانو یوه بله غوښتنه دا ده چې امریکا سره د دوی ( طالبانو) هوکړه لیک باید د هوکړو یو بنسټ وي او د افغانانو خپلمنځي مذاکرات دې ترې بېل نه ګڼل کېږي. په دې مانا چې که د امریکا او طالبانو هوکړه لیک نقض شو، نو طالبان د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو دوام ته ژمن نه دي.

د درېیو اختلافي مسایلو نه پر یوې داسې هوکړه شوې، چې کړنلاره کې به د جهاد او جګړې پر ځای د معضل (شخړې) کلمه لیکل کېږي. خو د افغانستان اسلامي جمهوري مرکچي ډلې لا هوکړه نه ده کړې چې د مذاکراتو پرېکړې دې یوازې په حنفي فقه وشي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه دې د مذاکراتو بنسټ وګڼل شي.

شونې ده چې د مرکچي پلاویو د تماس ډلې نن هم له یو بل سره وویني.

شریک یي کړئ