پنجشېر ولایت کې درې طالب وسله وال وروسته له هغې نیول شوي دي د دغه ولایت پر عنابه ولسوالۍ یې برید کړی.
د پنجشېر د والي ویاند، منصور عنابي نن(سې شنبې د تلې په لومړۍ نېټه) وايي چې د پولیسو پر پوستې درېیو طالب وسله وال تېره شپه برید کړی چې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي او درې واړه نیول شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند، منصور عنابي وايي پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
ښاغلی عنابي زیاتوي چې نښتې درې ساعته دوام وکړ.
په همدې حال کې د سیمې خلک څرګندوي چې د نښتې پرمهال دوه تنه ملکي کسان برسېرن ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.