Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندرابي: مقناطیسي ماینونه په کابل، لوګر او میدان وردګو کې جوړېږي

کابل په وروستیو میاشتو کې د ځای پر ځای شويو او مقناطیسي ماینونو د چاودنو له امله ناامنه شوی او دې وضعیت اندیښنې راپارولې دي.

د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر مسعود اندرابي مقناطیسي ماینونه د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو نوی تکتیک یادوي او وايي چې دا ماینونه په کور دننه په ځانګړې توګه په کابل، لوګر او میدان وردګو کې جوړېږي.

ښاغلي اندرابي په دې اړه وویل:«دوی له بده مرغه هغه نیونې چې موږ لرلې دي دوه، درې ځایه دننه په کابل کې هم جوړېږي او لوګر او وردګ هم هغه ځایونه دي چې د ماین جوړونې ماهران په کې دي او هر وخت زموږ موخه هم ګرځېدلي دي.»

د امنیتي او کشفي ادارو ارزونې ښيي چې په ډېری دغو ماینونو کې له کمياوي توکو لکه سپین فاسفورس، امانیم نایټریټ باروتو او دغه راز د چرو د تولید لپاره د مېخ، بوتل، ساچمې او پيچونو په څېر فلزاتو کار اخیستل کېږي.

خو پخواني پوځي چارواکي پر امنیتي ځواکونو نیوکه کوي او وايي امنیتي بنسټونه د پېښو د عاملینو په پېژندلو کې پاتې راغلي دي.
           
پخوانی پوځي عتیق الله امرخیل په دې اړه وویل:«د دوی جوړښت دومره ستونزمن نه دی. یوازې یو کپسول تروتیل دي او په یوې وړې کوتۍ کې بېلابېل نایتریتونه ځای پر ځای کوي. له دې مقناطیس جوړېږي او دا اخلي او نصبوي یې.»

دا کس چې د ماین پاکۍ په یوې موسسې کې د ماین پېژندنې د برخې کارپوه دی وایي د دوی تخنیکي څېړنې ښيي چې دا ماینونه په لاس جوړ شوي ماینونه دي.
 
د ماین پېژندنې کارپوه محمد نسیم احمدي حرګندوي:«دا یو په لاس جوړ شوی ماین دی چې په لاس کې له لرلو امکاناتو څخه یې جوړوي، مثلاً ټلېفون، قوطۍ، او یو اندازه باورت او مقناطیس.»

د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې دا ماینونه په عمومي سړکونو، کروندو، بڼوڼو ته نږدې ځایونو، کورونو او داسې نورو ځایونو کې اېښودل کېږي.
   
د کابل اوسېدونکی بریالی وايي:«هېواد ناارامه دی او دا دایمي خبره ده. شپه او ورځ په کوڅه، بازار او ښار کې د ناامنۍ احساس کوو.»     
  
د کابل بل اوسېدونکی عبدالشکور هم څرګنده:«د دغه کار د مخنیوي لپاره باید په پولیسو کې اصلاحات راشي.» 

د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې ډېر مقناطیسي مایونونه، د ریموټ کنټرول، ګرځنده ټېلفونونو او له بطرۍ سره د مزي د نښلولو له لارې چاودول کېږي. ظاهراً په دغو ماینونو کې کارېدونکو توکو ته آسانه لاسرسی د دې لامل شوی دی چې ترهګر دا ماینونو هر چېرته تولید او په هرځای کې ترې کار واخلي.

د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر مسعود اندرابي مقناطیسي ماینونه د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو نوی تکتیک یادوي.

شریک یي کړئ