د کابل پغمان ولسوالۍ اړونده سیمه کې د ماین چاودنې له کبله درې تنه ټپیان شول.
د کابل پولیس وايي پېښه نن سهار(سې شنبې د تلې په ۲مه نېټه) په داسې حال کې شوې چې باغ داوود سیمه کې یوه موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي ماین چاودلی دی.
پولیس وايي چې د پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي.
د کابل پولیسو د بېلې خبرپاڼې په ترڅ کې د پغمان ولسوالۍ حیدرخان کلا سیمه کې د یوې چاودنې له مخنیوي هم خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې پولیسو یاده سیمه کې د سړک غاړې یو ماین کشف کړی او شنډ کړی یې دی.