Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: بدخشان کې د طالبانو کمین کې د یوې کورنۍ ۵غړي وژل شوي

بدخشان کې د طالبانو کمین کې د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵غړي وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند، ثناالله روحاني وايي پېښه نن سهار (پنجشنبې د تلې په ۳مه نېټه) د بدخشان درایم ولسوالۍ کې شوې او په ترڅ کې یې د یادې کورنۍ یو غړی ټپي شوی دی.

ښاغلی روحاني زیاتوي، پېښه په داسې حال کې شوې چې د قربانۍ کورنۍ غړو خپل ماشومان پتاوک کلي کې یوې مدرسې ته لېږدول.

د بدخشان پولیس وايي چې  دپېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

امنیتي مسوولین وايي پېښه په داسې حال کې شوې چې د قربانۍ کورنۍ غړو خپل ماشومان پتاوک کلي کې یوې مدرسې ته لېږدول.

شریک یي کړئ