Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاپیسا کوهبند ولسوالۍ د امنیت مدیر ووژل شو

ناپېژانده وسله والو د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د امنیت مدیر، سکندرخان وواژه.

د پولیسو ویاند، شایق شورش وايي پر ډګروال سکندر خان تېره ورځ(پنجشنبې د تلې په ۳مه نېټه) د د هغه د کور مخکې ته ناپېژانده وسله والو ډزې کړې دي.

پېښه د کاپیسا مرکز محمود راقي په علي بابا کلي کې شوې او بریدکوونکي پر موټر سایکل سپاره وو.

د پولیسو ویاند، شایق شورش وايي چې ملي امنیت د پېښې په تړاو څلور تنه نیولي دي او ترې څېړنې روانې دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د پولیسو ویاند، شایق شورش وايي چې د پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

شریک یي کړئ