Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: تاوتریخوالی مذاکراتو کې د دریځ لوړوالي لپاره کارول کیږي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په باور د سولې له خبرو سره هم مهال افغانستان کې د جګړې ښکېلو خواوو تاوتریخوالی زیات کړی.

خلیلزاد د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتیوت ته په خبرو کې وايي چې د سولې مذاکراتو کې له تاوتریخوالي د توکو په څېر د دریځ لوړولو په موخه کارول کیږي.

دوحه کې له بندون سره د سولې خبرو له مخ کېدو سره هېواد کې د جګړې ډګرونه تاوده شوي دي.

خلیلزاد د تاوتریخوالي زیاتوالي په تړاو زیاتوي:«دواړه لوري باید اوس د یوې سیاسي هوکړې سره د مرګ  او ناهیلۍ۴۰ کلن فصل پایته ورسوي، ژمنه دې وکړي. خو دا کار اسان نه دی. افغانستان ډېر پېچلی دی. هلته زاده او تازه مخور او هغه کسان چې مخور به شي، مذهبي مشران، ښاري او کليوالي مشران، د توکمو او قومونو مشران شته. هلته د سیاسي نظام، اقتصادي او حقوقي نظام په تړاو او د جنسیتونو د اړیکو په تړاو بېلابېل نظرونه شته دي.»

 هغه وړاندې وايي چې د تاري په اوږدو کې ښکاره شوې چې افغانستان د نیابتي جګړو ډګر جوړ شوی وو:«افغانستان د ې نیابتي جګړې ډګر او جیوپولیتیکي جګړو ډګر بدل شوی دی او له  همدې کله په نړیوالو او سیمه ییزو جبهو کې موږ د سولې لپاره د اجماع په جوړولو پیل وکړ. او له ایرانه پرته نورو ټولو د سیمې هېوادونو له طالبانو سره د هوکړې له د افغانستان ګډې اعلامیې ملاتړ وکړ.»

د خلیلزاد په دې باور دی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې مذاکراتو د پلاویو ترمنځ د باور کمښت، بدګمانیو زیاتوالي او د افغانستان د خلکو د باور د له منځه وړو لامل کیږي.

نوموړی بیانوي:«تمه لرو چې ژر د سولې خبرې د ټولو لخوا د تاوتریخوالي د کمښت لامل شي او د افغانانو د وژل کېدو کچه راکمه شي. دا کار به د سولې خبرو کې د باور رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»

هغه وايي چې د سولې خبرو کې به د نه پرمختګ درنه بیه به خلک ورکړي او د سولې خبرو لپاره دا رامنځته شوی فرصت تاریخي دی، خو وايي چې دا بهیر به جنجالي وي.

خلیلزاد همداراز څرګندوي چې د سولې خبرو ماتې امکان شته، خو امریکا یې د بریا تمه لري.

دا په داسې حال کې د د افغان سولې مذاکراتو د کړنلارې پر ځینو برخو لا هم اختلاف دی او چهارشنبې د تماس ډلو ناستې بې پایلې وې.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمدنعیم وایي، پر کړنلاره وروستۍ هوکړې لپاره لا هم بحثونه روان دي. د جمهوریت مرکچي ډله کې سرچینې وایي، طالبانو چې کړنلارې لپاره کومې غوښتنې کړي ټینګار پرې کوي او نه ترې تېرېږي.
د پرېکړو په برخه کې حنفي فقه د یوازنۍ سرچینې او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د اډانې یا اصل په توګه منل، د طالبانو بنسټیزې غوښتنې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره اختلافي مسایل دي. ویل کیږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازو د طالبانو دغو دواړو غوښتنو ته بدیل وړاندیزونه پر میز ايښي دي.

د خلیلزاد په دې باور دی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې مذاکراتو د پلاویو ترمنځ د باور کمښت، بدګمانیو زیاتوالي او د افغانستان د خلکو د باور د له منځه وړو لامل کیږي

شریک یي کړئ