Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: طالبان به اوربند له یوې سیاسي هوکړې مخکې ونه مني

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي تر هغې چې یوه سیاسي هوکړه ترلاسه نه شي، طالبان به اوربند قبول نه کړي.

خلیلزاد زیاتوي:«دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي. موږ ژمن یوو چې له دواړو لوریو سره کار وکړ چې د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړې ته ورسېږو.»

هغه زیاتوي:«تر هغه مهاله چې یوه سیاسي هوکړه ونه شي؛ طالبان به یو پراخ او دایمي اوربند ونه مني. خو د نورو هېوادونو په شخړو کې هم دا کار بې مخینې نه دی. هغوی کولای شي چې تاوتریخوالی کم کړي او ویلي دي چې دا موضوع په پام کې نیسي.»

په داسې حال کې چې په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره هیلې زیاتې شوې دي، په ځينو ولایتونو کې جګړې ښارونو ته تر نږدې سیمو رارسېدلې دي.

داسې چې د جمعه په ماخوستن د فیض آباد، تالقان او کندوز ښارونو ځينې برخې او د شاوخوا لسو نورو ولایتونو یو شمېر سیمې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې شاهدې وې.

د کندوز ولایت یو اوسېدونکی وايي:«د ننه په ښار کې ګرځېدلای نه شو، دا څه حال دی او دا څه ډول حکومت دی؟»

له بلخوا د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند نثاالله روحاني وايي چې د غازي په نامه د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې طالبانو تېره شپه ناوخته د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار د اتمې ناحیه په دو ابه یفتل سیمه کې، د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

هغه زیاته کړه چې څلور تنه طالبان هم په دغې نښته کې وژل شوي دي او د ولسي پاڅون کوونکو پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

له طالبانو سره د امریکا له هوکړه لیک وروسته ټول په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو په تمه و، خو له هوکړې وروسته د طالبانو د مشر هبت‌الله آخندزاده په یوه پیغام کې د دې ډلې له جنګیالیو غوښتل شوي وو چې خپلې لیکې منظمې فعالې او پياوړې کړي.

 هغه په دغه پيغام کې ویلي وو:«د اسلامي امارت مجاهدین دې خپلې لیکې لا منظمې فعالې او ځواکمنې کړي چې خپلې لویې موخې ته چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته د اسلامي نظام ټینګښت او د خلکو سوکالي ده، ورسېږي او په راتلونکې کې خلکو ته د خدمت لپاره د هر ډول بدې پېښې مخنیوي، د سراسرې سولې تامین او له احتمالي خطرونو سره مقابلې ته چمتو وي.»           

بل خوا په دې ویډیو کې ادعا کېږي چې طالبان د شپې مهال د کابل د کمپنۍ سیمې ځينو برخو ته راغلي دي او له خلکو نه د اسلامي امارت د راتلو په تړاو پوښتي.

د ولسي جرګې غړی محمد حسن شریفي بلخابي وايي:«که چېرې زموږ امنیتي سکټورونه او دوی یوه منظم، منسجم او دقیق پروګرام ونه لري چې د دوی د دغو بې ځایه تحرکاتو مخه ونه نیول شي. شونې ده چې مذاکره زموږ په ګټه نه وي.»
                     
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د دغې ډلې فېزیکي شتون هېڅ ځای دایمي او پایداره نه دی:«دوی تل له یوې سیمې بلې سیمې ته د تېښتې په حال کې دي.»

د امنیتي ادارو د شمېرو له مخې په وروستۍ یوې اوونۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د ۳۵۰ تحرکونو په پایله کې ۲۵ تنه ملکیان وژل شوي دي او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه ادارې د پوځيانو د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه ورکوي. خو د طالبانو ویاند ادعا کړې ده چې مُلکي تلفات د دولتي ځواکونو له لوري د هوان د توغولو له امله اوښتي دي.

شریک یي کړئ