Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امرالله صالح پر موټرو د برید قربانیانو کورنیو ته پاملرنه

هره امنیتي پېښه ځاني او مالي زیانونه لري، خو ایا د دغو پېښو قربانیان له ۲۴ ساعتونو وروسته نه هېرېږي؟ ایا هغه چارواکي چې پرې برید کېږي، پوهېږي هغه کسان چې له هغې پېښې زیانمن شوي دي څوک دي؟

د طلوع نیوز خبریال خالد نېکزاد چې د ولسمشر پرلومړي مرستیال امرالله صالح پر موټرو له برید دوه اوونۍ وروسته د کابل ښار تایمي سیمې ته تللی، وايي چې د دغې پېښې د کابو ۱۰۰ قربانیانو ته رسېدنه شوې ده.

 له دغې خونړۍ چاودنې شاوخوا پنځلس ورځې وروسته لا هم د دې پېښې وېجاړۍ تر سترګو کېږي.

صدیقه او د کورنۍ درې غړې یې په دې پېښه کې ټپیان شوي دی او اوس مهال د خپل کور د یوې برخې دبیارغونې هڅې کوي.
 
د امرالله صالح د موټرو پر کاروان چاودنه کې ټپي شوې صدیقه وايي:«ما یو یا دوه کاله کېږي چې دغه کور مې په ډېرې هردم شهیدۍ سره جوړ کړی دی زه له دولته غواړم چې خپلې مرستې دوامدارې کړي او راشي له نږدې وویني.»

دوی د خپل ژوند د دوام لپاره هڅې کوي څو له دې پېښې پرځای پاتې ټپونه پټ کړي. دوی وایي چې چې دولت باید د ټولو زیانمنو پر ستونزو غور وکړي.
        
د کابل ښار د تایمنیو اوسېدونکی احمد ضیا هم وايي:«هټۍ ویجاړې شوې وې؛ بیا هم دولت د هټیو د ویجاړیو ته، یې دوه زره، درې او پنځه زره خلکو ته خساره ورکړه.»

خو د امرالله صالح د موټرو پر کاروان دغه برید دا بې وزله کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ کړه. فیض بیګم چې درې بچیان لري وایي چې خاوند یې د ملي اردو سرتېری و او د رخصتۍ  لپاره کورته راغلی و او د هماغې ورځې پر سهار له کوره د وتلو پر مهال په دې پېښه کې ووژل شو .
 
د دغو سندونو له مخې حکومت له یوه سوداګر سره په همکارۍ د دې پېښې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره مرسته کړې ده.

په دغو سندونو کې راغلي دي چې د امرالله صالح د موټرو پر کاروان په برید کې د پنځلسو وژل شویو کسانو له کورنیو سره درې مېلیونه افغانۍ او د دې پېښې له شاوخوا ۴۰ ټپيانو او۵۶  هغو کسانو سره چې په دې چاودنه مالي زیانونه وراوښتي؛ ورسېدلي زیان ته په کتو له هر کس سره له شاوخوا دوه زره تر یو سلو پنځوس زره افغانیو مرسته شوې ده.

د ځينو سندونو له مخې حکومت له یوه سوداګر سره په همکارۍ د دې پېښې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ