Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دولتي ځواکونه:سروبي کې د طالبانو بریدونه شنډ شوي خو لاهم ګواښ شته

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې دولتي پوځيان وايي چې تېره اوونۍ طالبانو  په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو د حضور پراختیا او د کابل - جلال اباد لویې لارې د تړلو لپاره یرغلي بریدونه کړي دي؛ خو دغه بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا په شاتمبول شوي خو لا هم د دوی پوستې د طالبانو له بریدونو سره مخامخ دي.

د سروبي ولسوالۍ امنیتي مسوولان وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو د دې ولسوالۍ پر ځنیو برخو پراخ بریدونه پېل کړي دی. د دوی په وینا تر ډېره دا بریدونه د سروبي - جګدلک پر لاره شوي دي.
 
د سروبي د امنه قومندانۍ اداري مرستیال محمد رفیع وايي:«که چېرې مخالفین لاره پيدا کړي چې جګدلک ونیسي، دوی کولای شي چې سروبي ولسوالۍ او حتا کابل تر ګواښ لاندې راولي.»

دغه ځواکونه وایي دلته طالبانو ماینونه ایښي دي چې په جګدلک کې دولتي ځواکونو ته د مرستې د رسېدو مخه ونیسي.

په جګدلک کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان قیس څرګندوي:«دلته د سیمه ییزو پولیسو څلور او د ملي پولیسو دوه پوستې دي چې دوی غوښتل دا پوستې ونیسي، دوی خپلې ډلې له لغمان، ننګرهار، لوګر، کاپیسا او کابل څخه یوځای کړې وې او غوښتل یې چې زموږ پوستې وپرځوي.»

په سیمه کې د ماین پاکۍ قومندان حکمت الله هم وايي:«موږ چې پاکونه پيل کړه، له دې ځایه مو کابو ۳۵ کړۍ ماینونه پاک کړل او اوس واټ پاک دی.»

اوسمهال په دې سیمه کې چې د جګدلک د امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو مهمه سیمه ده ؛ د لارې په اوږدو کې یوه پوسته جوړه شوې ده .

د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید وايي چې طالبان لا هم د جګدلک د وروستۍ پوستې په شاخوا کې حضور لري، دغه او درې نورې پوستې کابو پنځه ورځې د طالبانو په کلابندۍ کې وې او سرتېري بې اوبو او ډوډۍ پاتې وو تر هغې چې لار پرانیستل شوه.

امنیتي چارواکي وايي چې په دغې سیمه کې د پنځو ورځنیو نښتو په پایله کې د امنیتي ځواکونو ۶ تنه وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.

له دې ټولو سره سره دغه له جګړې ستومانه سرتېري، د سولې خبرو اترو پایلې او د اوږدمهالې جګړې پای ته هیله من دي.

شریک یي کړئ