د پاکستان د بهرنیو چار وزیر، شاه محمود قریشي د هېواد د ملي مصالحې شورا له رییس، عبدالله عبدالله سره لیدنه کې وايي چې هېواد یې د افغانستان ملاتړ کوي.
ښاغلی عبدالله نن(دوشنبې د وږي په ۷مه نېټه) پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې ولیدل.
ښاغلي قریشي همداراز هیله څرګنده کړې چې پاکستان ته د ښاغلي عبدالله او د ورسره پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ تازه پړاو پرانیزي
هغه له ښاغلي عبدالله د هرکلي په ترڅ کې هیله څرګنده کړې چې دا سفر:«د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړې کولو او د افغانستان د سولې بهیر په تړاو ګډ درک» رامنځته کړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستانه ملاتړ کوي او زیاته کړې یې ده چې تل یې ویلي دا چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لار نلري.
هغه وړاندې ویلي چې:«ټولې خوا یې هڅولې دي، څو د افغانانو په مشرۍ یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي» هڅه وکړي.
پاکستان ته د عبدالله سفر کې د ملي مصالحې شورا مرستیالان او د پاکستان په چارو کې د ولسمشر استازی، محمدعمر داوودزی د ښاغلي عبدالله ملتیا کوي.
ټاکل شوې ښاغلی عبدالله د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان، د دغه هېواد له ولسمشر، عارف علوي او نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې بهیر په تړاو خبرې وکړي.