Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایا سیمه ییزې سیالۍ به د افغان سولې پر بهیر ناوړه اغېزه پرې باسي؟

د سولې رسمي مذاکراتو لپاره له هڅو سره هم مهاله افغان حکومت په دې برخه کې د ګاونډیو او سیمي هېوادونو همکاري ډېره مهمه ګڼي.

خو آیا د هند او پاکستان تر منځ ،یا د امریکا او ایران تر منځ او د امریکا او روسيي تر منځ سیاسي ټکرونه او مخالفتونه د افغان سولې پر بهیر به منفي اغېزې ولري؟
 
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی له سیمه ییزو لوبغاړو غواړي ،چې په افغانستان کې له اوږدمهالي سولې او ټیکاو ملاتړ وکړي. 

بلخوا پاکستان ته د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله لومړنی سفر داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې مذاکرات په یوه حساس پړاو کې دي.

خو د افغان حکومت تمه دا ده چې پر طالب ډلې د پاکستان نفوذ ته په پام سره، اسلام آباد د سولې په بهیر کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«پاکستان د افغانستان په چارو کې ډېر مهم رول لري او زموږ هیله دا ده چې د پاکستان په ګډون ټول هېوادونه د افغانستان د سولې بهیر کې جوړونی رول ولري چې دغه بهیر بریا ته ورسېږي.»

ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله سبا د پاکستان له لومړي وزیر سره هم وګوري، خو عمران خان له دې لیدنې دوه ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ته په یوه مقاله کې پر پاکستان د افغانستان د جګړې د ناوړه اغېزو خبره کړې ده او ویلي یې دي چې د نشه يي توکو او وسلو په ګډون تندلاري هم پاکستان ته ورغلې ده.
                      
په پاکستان کې خبریال طاهر خان وویل:«هم په افغانستان کې دا لیدلوری شته او هم په امریکا کې که چېرې پاکستان له خپل نفوذه استفاده وکړي، شونې ده چې د افغانستان د سولې بهیر یوې ښې پایلې ته ورسېږي.»

د امریکا او ایران سیاسي سیالۍ هم د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه بله اندېښنه بلل کېږي. که څه هم د ایران له لوري د افغانستان د سولې د مذاکراتو په پرانستغونډه کې کوم استازي ګډون ونه کړ؛ خو په کابل کې د ایران سفارت تېره اوونۍ د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تهران له دغو مذاکراتو ملاتړ کوي. خو ټینګار کوي ایران د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا ټاکنیزه ګټه اخیستنه غندي او دا کار د دغو مذاکراتو اخلالوونکې ګڼي.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت ویناپاڼې په یوې برخه کې راغلي دي:«ایران هر ډول سیاسي موکه غوښتنه او ناوړه ګټه اخیستنه په تېره بیا له بین الافغاني خبرو نه د امریکا ټاکنیزه ګټه اخېستنه غندي او هغه د دغو خبرو اخلالوونکې ګڼي.»
         
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي:«ایران د سولې بهیر کې منفي رول لوبوي او لېواله نه دی چې د امریکا او ناټو د اشرافو لاندې د سولې بهیر مخته ولاړ شي او له بل لوري په کابل کې یوه مطلق سني ځواک حاکم شي.»

له دې ټولو سره سره په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی پاکستان ته د ښاغلي عبدالله د سفر په غبرګون کې وایي چې ټول سیمه ییز لوبغاړي په افغانستان کې له اوږدمهالي ټیکاو نه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ناټوملکی استازی اسټيفانو پونټيکورو زیاتوي:«ناټو د سولې بهیر لپاره له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ کوي او له ټولو سیمه ییزو لوبغاړو غواړي چې په افغانستان کې له اوږدمهالي ټیکاو نه ملاتړ وکړي.»

په داسې حال کې چې هند او پاکستان تل یو بل د افغان سولې بهیر پر تخریب تورنوي؛ خو درې ورځې وړاندې مارشال عبدالرشید دوستم هند ته په خپل سفر کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې نوی ډیلی د سولې له هغه بهیره ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
 
شریک یي کړئ