Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویه څارنوالۍ: د خبریالانو د وژلو په تړاو ۵۶ تنه نیول شوي دي

لویه څارنوالۍ نن (دوشنبې د تلې په ۷مه) اعلان کړ چې دغې ادارې د ۳۰ خبریالانو د وژنې په تور په کابل او ولایتونو کې ۵۶ کسان نیولي دي.
 
د دغه بنسټ په ویناو د نیول شویو کسانو له ډلې ځينې يي د محکمو له لورې له ۱۶ تر ۳۰ کلونو په بند او ځیني نور يي بیا په اعدام محکوم شوي دي. 

د خبریالانو د وژلو د دوسییو د تخینکې څېړنې کمېټې په دې غونډه کې له رسنیو سره، له ۱۳۸۰ تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې د خپلو هڅو پایلې شریکې کړې.

د خبریالانو د وژلو له۱۵۰ دوسیو نه تر اوسه د خبریالانو د وژنې ۳۰ دوسیې د کورنیو چارو وزارت له لوري لویې څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«هغه بله ترهګریزه پېښه چې موږ په شش درک کې لرله چې له بده مرغه زموږ ۹ تنه خبریالان په دغې ترهګریزې پېښه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او بې ګناه خلکو سره په شهادت ورسېدل، د دغې پېښې په تړاو ۴ تنه نیول شوي دي او دا هغه کسان وو چې دا ډول پېښې یې طرحه کولې.»

خو د کورنیو چارو وزارت څېړنې ښيي چې د ۴۷ خبریالانو د قتل عاملان طالبان دي، خو طالبان دا ادعا نه مني.

د کورنیو چارو وزارت په وینا د خبریالانو د وژنې د ا۲۸ پېښو عاملان له پولیسو سره په مقابله کې وژل شوي دي او د خبریالانو د وژنې دوه عاملان له هېواد نه بهر پېژندل شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څرګندوي:«د وژنې ۴۷ پېښې چې عملاً دا پېښې د طالبانو دي چې عملاً تاسې یې خبرونه تعقیبوئ چې طالبان د هغه څه پر خلاف چې ادعا کوي هره ورځ د افغانستان د خلکو پر ژونې لاس پورې کوي.»

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه وزارت ته د وروستي یوه  کال په لړ کې د خبریالانو د سپکاوي او ګواښلو ۷۳ دوسیې رسېدلې دي چې تر اوسه د ۲۳ تنو دوسیې لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.
 
په تېرو اتلسو کلونو کې د وژل شویو خبریالانو په ډله کې لس تنه یې ښځينه خبریالانې دي.

د کورنیو چارو وزارت څېړنې ښيي چې د ۴۷ خبریالانو د قتل عاملان طالبان دي، خو طالبان دا ادعا نه مني.

شریک یي کړئ