Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلام‌اباد کې عبدالله: سولې لپاره مو ګډ او عملي ګام ته سترګي دي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله اسلام اباد کې ستراتیژیکو څېړنو انستیتوت ته په وینا کې د افغان سولې بهیر کې د پاکستان د حکومت او خلکو له هڅو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې"په دې لاره کې د ګډون او عملي ګامونو ته سترګې په لار یوو."

ښاغلي عبدالله چې نن (سې شنبې د تلې په اتمه نېټه) یاد  انستیتوت ته وینا کوله څرګنده کړه چې د سپټمر په دوولسمه نېټه د قطر پلازمېنې، دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو لومړۍ ناسته یې له طالبانو سره پرانیسته او اوس مرکچي پلاوي پر یوه مېز سره راټول دي او د افغانستان جګړې لپاره سوله ییزه لار او سیاسي هوکړې لپاره خبرې کوي.

عبدالله په دې باور دی چې پاکستان د مذاکراتو لپاره د زمینې برابرولو برخه کې اساسي ونډه لوبولې ده او اوس "د دغه بهیر پایته رسولو کې نه یوازې چې مهمه ونډه لري بلکې اوس د یوه سوله ییز افغانستان او سیمې لپاره د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ د درېدو ونډه لري.‎"

د ملي مصالحې عالي شورا په وینا اوس د دې فرصت رسېدلی دی چې له "شعارونو، زړو او تکرارو بیانیو او له توطیې تیوریو چې موږ له پرمختګه شا ته کوي" تېر شو.

عبدالله عبدالله وړاندې وویل:«اوسنی حالت زموږ په ګټه نه دی، موږ تازه کړنلارو ته اړتیا لرو. زموږ خلک دا له موږه غواړي.»

ده همداراز بیان کړه:«له هر وخته ډېر اوس اړتیا ده چې سیمې ته د یوې ګډې سیمې په توګه وګورو.»

د ښاغلي عبدالله په خره د همکارۍ لپاره فرصتونه رامنځته شوي او دواړه هېوادونه له بل هر وخته ډېر ګډې همکارۍ او تعامل ته د سوله ییز ژوند لپاره اړتیا لري.

نوموړي پاکستان ته ډاډ ورکړ چې«موږ نه غواړو او اجازه نه ورکوو چې هېڅ ترهګر زموږ خاوره کې ووسي او اجازه نه ورکوو چې دا ډلې نورو ملتونو ته ګواښونه پېښ کړي.»

هغه همداراز وویل:«د سولې خبرو ښه زمینه برابره کړې او هیلې یې راټوکولې دي څو له جګړې سره مخه ښه وکړو.»

دی په دې باور دی چې پاکستان او افغانستان دواړه سولې او ښې راتلونکې ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې دواړو هېوادونو له مخالفو ډلو سره د مبارزې په برخه کې درنه بیه ورکړې او باید د غو ډلو پر وړاندې سره یو لاس ووسو.

د ملي مصالحې شورا رییس وویل چې اوس تمه لرو څو د سولې خبرو تګلارې په تړاو هوکړه وشي او له هېواد کې په جګړې کې له ښکېلو غاړو غواړي چې تاوتریخوالی په "جدي" توګه را کم کړي او د یوه اوربند پر لور"دایمي او جامع اوربند چې ملکي کسانو ته زیان رسوول کم شي" ولاړ شي.

د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي هم اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انستیتوت غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري او باید چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره شي.

هغه زیاته کړه چې نړیواله ټوله به هم یوه ورځ د پاکستان دا خبرې جدي وګڼي.

قریشي وویل چې افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو لخوا راتلی شي او نه دا چې له بهره پرې وتپل شي:«موږ نه غواړو چې ستاسو کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو. زما پیغام تاسې ته دا دی چې موږ ساستي خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی کوو او باکستان ستاسو په چارو کې په لاسوهنه کې هېڅ ګټه نه ویني.»

ده ټینګار وکړ چې ټولې خوايي باید د یوه سوله ییز، بریالي او باثباته افغانستان لپاره چې د پاکستان غوښتنه دهو کار وکړي.

ښاغلی عبدالله تېره ورځ د یوه درې ورځني سفر په ترڅ کې اسلام اباد ته ولاړ او ټاکل شوې نن ماښام د پاکستا له لومړي وزیر، عمران خان سره وګوري.

د ښاعلي عبدالله په خبره اوس د دې فرصت رسېدلی دی چې له "شعارونو، زړو او تکرارو بیانیو او له توطیې تیوریو چې موږ له پرمختګه شا ته کوي" تېر شو

شریک یي کړئ