د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان، عبدالظاهر له دوو سیمه ییزو پولیسو سره د طالبانو برید پایله کې ژوند بایللی او درې سرتېري ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت امنیتي مسوولین وايي، طالبانو تېره شپه(سې شنبې د تلې په ۸مه نېټه) کوهستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې بریدونه کړي.
د امنیتي مسوولینو په خبره نښته د شپې له ۹ بجو پیل شوه او تر ۱۲ یې دوام وکړ.
دغه مسوولین زیاتوي چې ځوابي برید کې ۴ طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه ن دي ویلي.