Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په وړاندې د غلط (اشتباه) سیاست په هکله د پاکستان اعتراف

د افغان حکومت پلاوی د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره له لیدو وروسته وايي اسلام اباد منلي دي چې د کابل په وړاندې به غلط سیاستونه تکرار نه کړي.

ملي روغې جوړې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ دا پلاوی درې ورځې مخکې اسلام اباد ته ولاړ او نن بېرته کابل ته راستون شو. د ملي روغې جوړې عالي شورا د دغه سفر موخه د افغان سولې د روان بهیر په اړه بحث بولي.

پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې، په یوې نوې کړنې سره به د جګړې د پایته رسېدو او سولې ټینګښت په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

خو د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی وايي چې اسلام اباد په افغانستان کې د اوربند د رامنځته کېدو په هکله روښانه دریځ نه لري:«ولسمشر (د پاکستان) بحث راټول کړ او بحث یې همدا و چې په تېر کې تېروتنه شوې او موږ یې نه تکرار و. سوله لومړیتوب دی او په افغانستان کې سوله په پاکستان کې سوله ده په افغانستان کې امن په پاکستان کې امن دی.»

هغه زیاته کړه:«هغوی ویل چې باید داسې لارې پيدا شي چې جګړه کمه شي؛ خو پر اوربند یې دومره جدي بحث نه کوه.»

له دې سره سم، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو تازه پاڼه به واړوي؛ خو کابل له اسلام اباده غوښتي چې، طالبان نرمښت او اوربند ته اړ کړي.

بل پلو د ملي روغې جوړې عالي شورا تمه لري چې پاکستان د عملي ګامونو له پورته کولو سره له افغانستان سره سولې ته د رسېدو په چاره کې مرسته وکړي.

د ملي ورغې جوړې عالي شورا مرستال عطاالرحمن سلیم وايي:«دا چې وايي په ټولو برخو کې همکاري کوو، باید همکاري یې عملاً ترسره شي.»

له پاکستانیو چارواکو سره د افغان حکومت د پلاوي ډېری ناستې د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې دي.

د پاکستان د سنا جرګې غړی انورالحق کاکړ وايي:«په لومړي سر کې تاسو باید، د دواړو هېوادونو د توپیرونو پر وړاندې زغم ولرئ. د دغو توپيرونو له درک کېدو وروسته کېدای شي په دوه اړخیزه توګه د ګډو خنډونو د لرې کولو لپاره ګام پورته شي او دا به هم د پاکستان او هم به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکی وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي له څه باندې شلو ورځو راهیسې په دوحه کې د سولې د رسمي مذاکراتو د پیل په هکله په سلامشورو او جنې وهلو سره بوخت دي. خو تراوسه لوري بریالي شوي نه دي چې د دغو مذاکراتو پر کړنلارې سره هوکړې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ