Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت د پیسو د قاچاق مخنیوی

تېرو څلورو میاشتو کې د کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې د کابو یو میلیون او ۶۰۰زرو ډالرو په ارزښت پیسو، ۱۸ کیلو ګرامه سروزرو او نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د حامدکرزي هوايي ډګر رییس، عمرصبور وايي د نشه يي توکو او پیسو قاچاق کې د ښکېلو کسانو د پېژندګلوي لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

ښاغلی صبور زیاتوي یو شمېر کسان هڅه کوي چې د هوايي ډګر د کارکوونکو په مرسته د هوايي ډګر د مهمو کسانو د تګ راتګ(وي آی پي) لارې په کارولو سره غیرقانوني کارونه وکړي:«‎قطعأ نور کسان چې "وي آی پي" لارې د "سي آی پي" په توګه کار اخلي حق نلري چې استفاده وکړي.»

هغه زیاتوي:«د دې ترشا لوی لاسونه دي چې داسې کارونه کوي. هغه کسان چې د شپې ډوډۍ د پيدا کولو توان نلري، څنګه کولی شي چې میدان ته راشي او یا څنګه کولی شي چې پرواز وکړي.»

د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر د عمومي شمېرو د مالوماتو له مخې یوازې تېرو څلورو میاشتو کې په غیرقانوني توګه د ۷۰۰زرو دالرو، ۶۰۰ زرو یورو، ۷۰۰ د عربي اماراتو درهمو، د ۹۰۰کیلوګرامه نشه یي توتو، د ۱۸ کیلوګرامه سرو زرو، د ۱۴ کیلوګرامو (ک) ټابلیټونو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د کابل هوايي ډګر بله برخه په غیرقانوني توګه د تلونکو او راتلونکو او هغو کسانو چې ممنوع الخروج شوي، یا د اسنادو جعل سره تګ راتګ کوي پېژندګلوي ده چې په دې برخه کې د لومړي ځل لپاره دېرش ښځې په کار ګمارل شوې دي.

 د حامد کرزي هوايي ډګر د تګ راتګ د کنټرول مدیر، داریوش بهمنش وايي:«سره له دې چې الوتنې محدودې وې کابو شپږ دېرش قضیې مو د شپږو دېرشو کسانو په مظنونیت درلودې.»

د کابل هوايي ډګر د کنټرول برخې مسوولین وايي چې اوسمهال شپېته سلنه د دغه ډګر د څار برخې په پرمختللو وسایلو مجهز شوې دي.

کابو یوه میاشت مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د کابل هوايي ډګر پولیسو د ولسي جرګې یو غړی د دوو سوو زرو یورو نغدو پېسو سره د لېږد په تور د هوايي ډګر په ځانګړې مېلمستون کې نیولی دی، خو د ولسي جرګې دغه غړي، د پولیسو لخوا د هغه نیول رد کړل.

د حامدکرزي هوايي ډګر رییس، عمرصبور وايي د نشه يي توکو او پیسو قاچاق کې د ښکېلو کسانو د پېژندګلوي لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي

شریک یي کړئ