Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خاوند له خوا د یوې ښځې تر لس کلنې ربړونې وروسته پر مرګ ګواښل

قندي ګل چې د سرپل ولایت څخه د عدالت غوښتنې په موخه کابل ته راغلې ده وايي چې خاوند یې له یوې لسیزې ډېرې موده ربړولې ده او اوس چې يې له هغه څخه په محکمه کې طلاق اخستی، د نوموړي له لورې په مرګ ګواښل شوې ده.
 
دغه ښځه وايي خاوند يي په سرپل کې د طالبانو غړی دی او وروسته له هغې چې په سرپل کې محکمي له هغه څخه د طلاق یا جلا کېدو پرېکړه وکړه، خاوند يې د کاکا زوی په مرسته د دې د وژلو هڅې پیل کړې دي.
 
قندي ګل وایي چې ۱۲ کاله وړاندې یې د تره د واده په بدل کې د هغه د مېرمنې له ورور سره واده وکړ. د دې په وینا  په لومړي ځل یې د وهلو ټکولو له امله په ګېډه کې خپل ماشوم له لاسه ورکړ. دا وایي چې نه یوازې خاوند یې بلکې ان د هغه ورورڼو او ان د توړۍ زامنو وهله ډبوله.
 
له تاوتریخوالي سره مخ شوې قندي ګل زیاتوی:«د خاله زوی یې پر ما ظلم کاوه، تېری کاوه، د خاله زوی یې د موږکانو د مرګ دارو راته راوړل او را یې کړل، ومې خوړل، دوی خبر شول زه یې روغتون ته بوتلم اوه ورځې په روغتون کې وم او پلار مې راغی زه یې کور ته بوتلم.»

دا له خپل مېړه سره د  دولس کلن ژوند ترخې کیسې لري.  قندي ګل وایي چې په ځلونو د ربړول کېدو له امله د خپل مېړه له کورنه تللې ده؛ خو مېړه یې بېرته په ضمانت کور ته بیولې ده او بیایې ربړولې ده.

دا مېرمن وایي چې بالاخره درې میاشتې وړاندې یې محکمې د طلاق پرېکړه وکړه، خو خاوند یې چې وسله وال طالب دی، دا ګواښي او نه شي کولای چې کورته لاړه شي.
   
د مېرمنو لپاره د مېرمنو د بنسټ مسووله بنفشه عفاف وايي:«کله چې مېرمن لومړی او دویم ځل راغلې وه ښه روغتیايي وضعیت یې نه درلود، په سرپل کې زموږ د دفتر له خوا د روغتیايي خدمتونو عرضیه ورکړل شوه او همدارنګه د هغې د دوسیې مراحل یوه ډېره پېچلې دوسیه وه. مرسته وشوه.»

افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو له تر ټولو بدو هېوادونو ګڼل کېږي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې یوازې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه بنسټ کې د ښځو د وژنې ۱۰۰ پېښې ثبت شوې دي. 

دا په ځان کوچنۍ مېرمن چې وایي سختې شکنجې یې زغملي دي، د خپل غږ د اورېدو لپاره طلوع نیوز ته راغلې ده.

شریک یي کړئ