Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لغمان ولایتي شورا رییس ټپي شو

د لغمان سیمه ییز چارواکي د ولایتي شورا د رییس، عتیق الله عبدالرحیمزي د ټپي کېدو خبر ورکوي.

سیمه ییز مسوولین وايي چې پېښه تېره ورځ(سې شنبې د تلې په ۱۵مه نېټه) د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې او په ترڅ کې یې د نوموړي څلور ساتونکي هم ټپیان دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې پېښه د یاد ولایت په قرغه يي ولسوالۍ په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ولایتي شورا د رییس موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د لغمان د والي، رحمت الله یارمل په موټریز کاروان باندې برید وشو او پایله کې یې اته کسان ووژل شول او کابو ۴۰ نور ټپیان شول.

د لغمان ولایتي شورا رییس ټپي شو

سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه کې د ښاغلي عبدالرحیمزي څلور ساتونکي ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ