Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خاطره؛ هغه پولیسه مېرمنه چې د طالبانو له خوا یې سترګې ایستل شوي

۳۰ کلنه خاطره چې د غزني د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت سرتېرې وه وايي، څلور میاشتې مخکې کله چې له خپلې دندې د کور پر لوري روانه وه، د دې د پلار په همکارۍ طالبانو پرې ډزې وکړي او د دې سترګې یې په چاکو سره وویستې. 

د پولیسو سرتېرې خاطره وايي:«پلارمې زما په خلاف و؛ وې ویل که چېرې دنده ولرې، نور نو زما لور نه یې. ما وویل نه! هر ډول چې کېږي پلار پلار دی دا کار نه کوم.»

دا چې د خپلو ټپونو د درملنې لپاره له درېیو میاشتو په کابل کې ده وايي، له یوې نیمې میاشتې هڅو وروسته په دې بریالۍ شوه چې د کورنیو چارو نوماند وزیر ویني او خپلې ستونزې ورته ووايي.
هغه وايي، که چېرې یې درملنه وشي؛ نو هیله لري چې بیا ځلي خپل کار ته ستنه شي.

د پولیسو سرتېرې خاطره څرګندوي:«زه د خپلو سترګو درمنله وکړم، وکړای شم څه ووینم دندې ته راستنېږم. له کورنیو چارو وزارته تمه لرم او د کورنیو چارو وزارت ته وایم چې معاش مې پرې نه کړي.»

د کورنیو چارو نوماند وزیر له دغې پولیسې سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې، د دې درملنې لپاره د زمینې له برابرولو سربېره یو اپارتمان هم هغې ته ورکوي.

د خاطرې خاوند محمد نبي هم وویل:«مرسته دې وکړي او خاطره دې د درمنلې لپاره له هېواده بهر ته بوځي، دلته ډاکټرانو ځواب راکړ چې درمنله یې نه کېږي.»

دغه پولیسه وايي، ۵ ماشومان لري او دمګړۍ یې ماشومان په بې سرپناهۍ کې شپې او ورځې تېروي. 

طالبانو لا تر اوسه د دغې ښځې د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

خاطره وايي کله چې په غزني ښار کې د خپلې دندې په لور روانه وه د طالبانو له خوا په نښه شوه او پرې ډزې وشوې او وروسته یې سترګې په چاکو سره ویستلې.

شریک یي کړئ