Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'نوی ډيلي د افغان سولې بهیر کې د اسلام اباد له روله اندېښنه لري'

هند ته د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر او ورسره د پلاوي د سفر په دویمه ورځ کې د یادې شورا ځینې غړي وايي، هڅې کوي په دې سفر کې د افغانستان په سولې بهیر کې د پاکستان د رول په هکله د هند اندېښنې لرې کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا غړې فریده مومند وايي:«د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله په افغانستان کې ارامښت او سوکالي د سیمې په ګته ده، زه فکر کوم، هندوستان دا وړتیا لري چې ځان په مسایلو کې شریک وګڼي او افغان دولت هم باید هندوستان ته قناعت ورکړي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا بله غړې ضیا ګل رضايي هم وویل:«هند خپله ګټه د افغانستان په ثبات کې ویني نه د افغانستان په بې ثباتۍ کې. نو که چېرې په افغانستان کې سوله او امنیت تامین شي هند له هغې ګټه اخلي هم پاکستان او همدارنګه په افغانستان پورې نور اړوند هېوادونه ګټه اخلي.»

داسې پتېیل کېږي چې عبدالله عبدالله او د ملي روغې جوړې د عالي شورا نور غړي به له هندي چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې او په ځانګړې توګه په دوحې کې د تېرېدونکو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی امیر محمد آخند زاده هم څرګندوي:«د افغان سولې لپاره د هند قناعت ترلاسه کړو او زه باور لرم چې هند د افغانستان په سولې او ټیکاو کې ونډه لري.»

هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې یو له سترو هېوادونو دی چې کابو دوه نیم مېلیارد ډالره په نږدې دوه لسیزو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

عبدالله عبدالله او ورسره مل پلاوی یې تېره ورځ د هند لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو هندي چارواکو سره د لیدو په موخه نوي ډیلي ته ولاړ.

تصویر بندانگشتی

هند ته د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر او ورسره د پلاوي د سفر په دویمه ورځ کې د یادې شورا ځینې غړي وايي، هڅې کوي په دې سفر کې د افغانستان په سولې بهیر کې د پاکستان د رول په هکله د هند اندېښنې لرې کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا غړې فریده مومند وايي:«د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله په افغانستان کې ارامښت او سوکالي د سیمې په ګته ده، زه فکر کوم، هندوستان دا وړتیا لري چې ځان په مسایلو کې شریک وګڼي او افغان دولت هم باید هندوستان ته قناعت ورکړي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا بله غړې ضیا ګل رضايي هم وویل:«هند خپله ګټه د افغانستان په ثبات کې ویني نه د افغانستان په بې ثباتۍ کې. نو که چېرې په افغانستان کې سوله او امنیت تامین شي هند له هغې ګټه اخلي هم پاکستان او همدارنګه په افغانستان پورې نور اړوند هېوادونه ګټه اخلي.»

داسې پتېیل کېږي چې عبدالله عبدالله او د ملي روغې جوړې د عالي شورا نور غړي به له هندي چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې او په ځانګړې توګه په دوحې کې د تېرېدونکو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی امیر محمد آخند زاده هم څرګندوي:«د افغان سولې لپاره د هند قناعت ترلاسه کړو او زه باور لرم چې هند د افغانستان په سولې او ټیکاو کې ونډه لري.»

هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې یو له سترو هېوادونو دی چې کابو دوه نیم مېلیارد ډالره په نږدې دوه لسیزو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه