Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د نښتو په پایله کې ۲۶ طالب اورپکي وژل شوي

د هلمند د امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې په دغه ولایت کې د جګړې په پایله کې د ۲۶ طالب اورپکو له وژل کېدو خبر ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د هلمند ولایت پر نهر سراج، نادعلي، ناوه ولسوالیو او د ۶۰۱ لویې لارې په اوږدو کې بریدونه کړي دي چې د دولتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۲۶ طالب اورپکي وژل شوي دي.

خبرپاڼه همدارنګه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو څلور غړي ټپيان شوي هم دي.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې په دغې نښته کې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري هم وژل شوي دي او اته تنه نور یې ټپيان شوي دي.

یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د ۶۰۱ لویې لارې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو ځينې پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او دا لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د هلمند امنیه قومندانۍ ویلي دي چې په دغو نښتو کې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري هم وژل شوي دي او اته تنه نور یې ټپيان شوي دي

شریک یي کړئ