Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې سختې نښتې؛ ګډو ځواکونو عملیات پیل کړل

د هلمند ولایت سیمه ییز مسوولین وايي افغان ګډو ځواکونو له هوايي ملاتړ سره په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې له تېر ماښام راهیسې پوځي عملیات پیل کړي.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر نن(سې شنبې د تلې په ۲۲مه نېټه) وايي چې د افغان ځواکونو څو تازه پوستې په سیمه کې جوړې او پوځي عملیاتو کې ۲۳ طالب وسله وال وژل شوي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«د کمانډو او ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له لوري د هوايي چورلکو په همکارۍ د نادعلي ولسوالۍ، باباجي سيمې او پر ۶۰۱ شهرا پوځي عمليات تېر ماښام پېل شوي دي.»

خبرپاڼه همداراز وايي چې افغان ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې تازه پوستې جوړې کړې دي.

د خبرپاڼې په حواله:«تر دې مهاله د نادعلي لوري ته پنځه پوستې نوې بيرته ځای پر ځای شوي دي، چې امنيتي او دفاعي ځواکونو تر جمپ پوستې اوښتي او هلته د ګډو ځواکونو عمليات دوام لري.»

د هلمند ولایت سیمه ییز مسوولین همداراز څرګندوي چې پر ۶۰۱ شاهراه، د لښکرګاه له لوري عملياتو په ترڅ کې څلور نوې پوستې ځای پر ځای شوي دي او دغه بهير دوام لري.

د خبرپاڼې له مخې تر اوسه د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۶ طالب وسله وال ټپيان شوي دي:«په نادعلي، ۶۰۱ لارې، سنګين ولسوالۍ او باباجي سيمو کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو او بريدونو په ترڅ کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي، چې د هغوئ څلور عرادې وسایط او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د پرمختګ په درشل کې دي او پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو بريد مات او په شا تمبول شوی دی.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په هم دې حال کې کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر، راس ویلسن افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان،  جنرال مېلر له دریځه چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، کلک ملاتړ کړی دی.

هغه پر خپلې ټویټر پاڼې ليکلي دي چې د تاوتریخوالیو لړۍ باید د جګړې له ښکېلو غاړو لخوا باید دایمي سولې ته د رسېدو لپاره ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر هلمند طالبانو د درېیو ورځو راهیسې بریدونه پیل کړي دي.

وروسته له هغې کله چې طالبانو د لښکرګاه څلورمه امنیتي حوزه ونیوله او دې ډلې د ښار په ځینو برخو پراخه بریدونه پیل کړل، امریکایي ځواکونو هلمند کې پر طالبانو د هوایي بریدونه په اړه خبر ور کړی دی.

د امریکايي سرتېرو ویاند ویلي دا بریدونه يې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون له مخې د افغان ځواکونو په ملاتړ تر سره کړي دي.

بلخوا افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان ویلي هلمند کې پر امنیتي ځواکونو، د طالبانو بریدونه د دوحې له تړونه سرغړونه ده او ژر تر ژره یې د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ