Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما: تاوتریخوالی دوحه کې د سولې خبرې زیانمنوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) خبرپاڼه کې وايي چې هلمند کې وروستیو تاوتریخوالیو زرګونه ملکي وګړي بې کوره کړي او ورته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یوناما خبرپاڼه کې چې نن(پنجشنبې د تلې په ۲۳مه نېټه) خپره شوې زیاتوي تاوتریخوالی په دوحه کې د افغانستان د سولې مرکچي پلاویو ترمنځ تاریخي خبرې اترې زیانمنوي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې:«د افغانستان د جګړې زیان ملکي وګړو ته رسیږي. په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله، چې د تاوتریخوالی د شدت له امله رامنځ ته کیږی تر دې مهاله لږه ده، خو داسې بریښي چې په وروستیو اونیو کې د اندیښنې وړ بدلونونه د رامنځ ته کیدو په حال کې دي.»

یوناما څرګندوي:«په دوامداره توګه په وسله والو شخړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ملکي وګړو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د غیر مستقیمو هاوانونو، راکټونو او نارنجکونو د کارولو له امله رامنځ ته کیږي، چې ملکي وګړي باید له زیانونو څخه وساتل شي. په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب یواځینۍ لار د تاوتریخوالي درول دي.»

  یوناما په افغانستان کې له ځنډ پرته د تاوتریخوالي په بندولو او د خبرو اترو له لارې د سولې موافقې ته پر رسیدلو ټینګار کړی.

بلخوا بریټانیا هم پر هلمند د طالبانو وروستي بریدونه وغندل.

کابل کې د بريټانیا سفارت یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې لندن پر هلمند د طالبانو وروستي بریدونه چې په کې ګڼ شمېر ملکي کسان بې ځایه شوي، ټپيان او یا وژل شوي، غندي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې تاوتریخوالی د سولې مهمې هڅې کمزورې کوي.

د بریټانیا سفارت همداراز هېواد کې د جګړې له ټولو غاړو غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته مخه کړي.

 کابل کې د بریټانیا سفارت د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړه ویلي او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد افغانستان کې د سولې تامین لپاره د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

روانه اوونۍ کې طالبانو  پر هلمند ولایت بریدونه وکړل او د سختو جګړو له کبله ډېر شمېر کسان بې کوره شول.

شریک یي کړئ