Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صالح کابل کې امنیتي مسایلو ته د رسېدنې مسوولیت په غاړه واخیست

په پلازمېنه کې د امنیت ضد او جنايي جرمونو د پېښو د زیاتوالي په لړ کې، د ولسمشر لومړي مرستیال امراالله صالح په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د څو اوونیو لپاره په خپلواکه توګه د کابل امنیتي پېښو ته د رسېدنې مسوولیت په غاړه اخلي.

ښاغلي صالح ویلي دي چې په دې برخه کې خپل کار د ولسمشر په لارښونه نن د تلې په ۲۶مې نېټې پیلېږي.

هغه ټینګار کړی دی چې پر جنایت کوونکو به رحم ونه کړي او مصلحت به هم په پام کې ونه نیسي:«زه د خلکو د امنیت د ټينګښت لپاره د قانون په پلي کولو کې  مقوله او د مصلحت په نامه (د هغه هېڅ ډول) او پر جنایت کار رحم په خپل قاموس کې نه لرم.»

د طلوع نیوز د یوه رپوټ پر بنسټ، په تېرو څه کمو لسو ورځو کې، کابل کې ۱۴ تنه د امنیت ضد او وسله والو غلاوو په پایله کې وژل شوي دي. 

وسله والو غلو په دې وروستیو کې د خلکو د شتمنیو د لوټلو لپاره له نویو طریقو کار اخیستی دی؛ له دې ډلې د پنجشنبې په ورځ یوه ډله وسله وال غله د اتمې حوزې په اړوند کارته نوی سیمه کې د عبدالحی حبیبي ښوونځي ته ننوتلي او د ښوونکو او زده کوونکو ټلېفونونه یې له ځان سره وړي دي.

له دې یوه شپه مخکې، ځينو وسله والو غلو، د کابل ښار په سرای شمالي سیمه کې یو کاسټر ډوله موټر درولی او د هغه د سپرلۍ پیسې او موبایلونه یې ځان سره وړي دي.

په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت پرسرست مسعود اندرابي هم پولیسو ته حکم کړی چې مجرمان مستقیماً زندان ته یوسي تر هغې چې څوک د مصلحتونو په دلیل ازاد نه شي.

ښاغلي انداربي له دې مخکې له پولیسو غوښتي وو چې پر مجرمینو ډزې وکړي.

امرالله صالح په خپل فېسبوکي پُست کې همدارنګه لیکلي دي چې د امنیتي میثاق پلي کول به د دغه پروګرام یوه برخه وي:«په کابل کې د خپل د لاس ورغوي په څېر بلد یم. ټولې دندې او مسوولیتونه به مې د تېر په څېر په عادي توګه اجرا شي. تاسې ډاډه واوسئ. د غلو - اوباش - د خلکو ځورونکو - باج اخیستونکو - له قانونه تښتېدونکو - د خلکو او عامه ځمکو د غاصبانو - متکرر مجرمین چې تر پوښښ لاندې دي او هغه زور ویوونکي چې په ظاهر قانون غوښوونکي د ټولو نوملړ ترتیب شوی دی.»

د ولسمشر لومړی مرستیال له هېوادوالو غوښتي دي چې له امنیتي ځواکونو له اعتماد او ډاډ سره همکاري وکړي او له هرې لارې چې کولای شي خپل معلومات او مسایل موږ ته ورسوئ. 

شریک یي کړئ