کندز ولایت کې امنیتي سرچینه د ۸ سرتېرو چې په کې سیمه ییز پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس شامل دي، له ژوند بایللو خبر ورکوي.
سرچینه نن(یکشنبې د تلې په ۲۷مه نېټه) وايي یاد شمېر سرتېرو تېره شپه د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ژوند بایللی دی.
د سرچینې په خبره طالبانو تېره شپه کابو نهه بجې د امام صاحب دهقان قشلاق سیمه کې د سیمهییزو پاڅونکوونکو او سیمهییزو پولیسو پوستو ډله ییز برید وکړ.
د سرچینې په حواله وژل شویو سرتېرو کې ۶ سیمهییز پاڅونکوونکي او ۲ سیمهییز پولیس شامل دي.
ویل کېږي چې طالبانو پوسته کې د افغان ځواکونو ټول تجهیزات له ځانه سره وړي دي.
امنیتي مسوولینو تر اوسه پورې د دغه پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی.