Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بایډن سلاکار: افغانستان کې به لږ شمېر امریکايي پوځیان وساتل شي

د امریکا متحده ایالاتو نوماند، جو بایډن یو سلاکار، ټوني بلنکین وايي په ټاکنو کې د بایډن له بریالي کېدو سره به افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د امریکايي ځواکونو یوه وړه ډله وساتل شي.

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ټاکنې د روان زیږدیز کال د نومبر په درېیمه نېټه ترسره شي.

بلنکین له امریکايي رسنیۍ سي ان ان سره خبرو کې زیاته کړې چې بایډن افغانستان کې د ډپلوماتیکو هڅو او د افغانانو یوځای راټولېدو ملاتړ کوي.

هغه زیاتوي که جوبایډن واک ته ورسیږي، نو له افغانستانه به د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر ته دوام ورکړي. توني بلنکین همداراز ټینګار کوي چې بایډن به له دې موضوع سره مسوولانه چلند وکړي، د هغه په خبره چې نه باید د امریکا د ولسمشر ټرمپ په څېر چې د خپلې سیاسي موضع پیاوړې کولو لپاره پر دې موضوع چې سرتېري به تر کریسمس پورې له افغانستانه وباسي، ټینګار وکړي.

د جوبایډن سلاکار وړاندې ویلي چې ښاغلی بایډن غواړي واک ته له رسېدو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یوه ډله وساتي څو د القاعدې او داعش سره د مبارزې په موخه پاتې شي، او دا ډلې پر امریکا د برید توان پیدا نکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر وتلو ټينګار کړی وو؛ خو هغه له درې میاشتو په کمه موده کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د احساساتو له امله ګڼلې وې.

اوبراین د امریکا له اسپین انسټېټیوټ سره په مرکه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د واشنګټن او کابل د اوږدمهالې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي او زیاتوي چې په دې برخه کې حتا د طالبانو له لوري د همکارۍ نښې لري.

دا امریکایي چارواکی د درې میاشتو په لړ کې  له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د ډانالډ ټرمپ خبرو ته له بل لید لوری ګوري.

واشنګټن او طالبانو د تېرکال په کب میاشت کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د دغه هوکړه لیک د مادو یوه برخه ده.

اوس مهال په دافغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ امریکایي سرتېري حضور لري.

د جوبایډن یو سلاکار وايي چې بایډن غواړي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ ضد یوه وړه ډله وساتي

شریک یي کړئ