Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله ایران کې: د افغانستان جګړه پر سیمه بدې اقتصادي اغېزې لري

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له یوې خبري رسنۍ سره خبرو کې تېره شپه(یکشنبې د تلې په ۲۷مه نېټه) ویلي دي چې افغانستان کې د جګړې دوام د هېڅ هېواد په ګټه نه دی.

عبدالله زیاته کړه که څه هم په لومړي ګام کې د افغانستان له جګړې خپله افغانان زیانمن دي، خو د هغه په خبره جګړه د سیمې هېوادونو باندې هم ناوړه اقتصادي اغېزې لري.

دی په دې باور دی چې افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو نسبي اجماع رامنځه شوې ده.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله نن د ایران له ولسمشر،  حسن روحاني او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې بهیر په تړاو ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله تېره ورځ وروسته له غرمې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، جواد ظریف سره ولیدل.

د ملي مصالحې عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي ظریف په دې لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له بهیره د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی دی.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي:« ښاغلي ظریف د افغان سولې له هڅو د ملاتړ ترڅنګ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ته وویل، ایران اسلامي جمهوریت د افغان سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي او پدې برخه کې ستاسې بریا خپله بریا ګڼي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په برخه کې ستاسو  له هڅو هر اړخیزه ملاتړ کوي. ښاغلي ظریف همدا رنګه د سولې له هڅو د سیمېزې اجماع رامنځته کولو له کوښښونو د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.»

د ملي مصالحې د رسنیو مسوول، مجیب رحیمي وايي چې په دې لیدنه کې دوحه کې د مذاکراتو په تړاو هم خبرې شوې دي.

ښاغلی عبدالله د افغانستان سولې بهیر کې د ایران ونډه مهمه بولي او له دې هېواده غواړي چې له یاد بهیره ملاتړ وکړي.

ایران د افغان سولې پر بهیر په ځانګړې توګه د واشنګټن پر ونډې نیوکې کړې دي. خو واشنګټن ویلي چې تهران غواړي چې امریکا افغانستان کې بې بریا جګړه کې ښکېله پاتې شې او نه غواړي چې د افغانستان د سولې مذاکرات پایلې ته ورسیږي.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله نن د ایران له ولسمشر،  حسن روحاني او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې بهیر په تړاو ورسره خبرې وکړي

شریک یي کړئ