Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امان الله خان کریکټ جام سیالۍ؛ امو پایلوبې ته ولاړه

کندهار کې د غازي امان الله خان جام کرېکټ لیګ په لسمه لوبه کې امو لوبډلې بند امیر ته د ۷ وېکټو په توپیر سره ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

د تېرې ورځې (دوشنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) لوبه کې بچه امو لوبډلې وګټله او د بند امیر پر وړاندې یې توپ اچونه پیل کړه.

بند امیر د لوبې لومړۍ نیمايي کې توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰  اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې وکړې.

 میدان کې د بندامیر لوبغاړو، اصف موسی ښه وځلید او د ۱۲۱ توپونو سره یې ۸۹ منډې وکړې. همداراز شفیق الله غفاري ۲۶، حشمت الله شهیدي ۱۵ او محمدسردار ۱۴ منډې د بندامیر په ګټه ترسره کړې.

لوبه کې ننګیالي خروټي درې، عظمت الله عمرزي او میرویس اشرف هر یوه دوې دوې ویکټې واخیستې، همداراز جمشېد خان او شرف الدین اشرف هم یوه یوه ویکټه له میدانه ویسته.

ورپسې امو لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه. امو ټاکلی هدف د لوبې په ۳۲،۱ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بندامیر ته یې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

امو ته په توپوهنه کې جاوید احمدي ۷۴، زاهد زاخېل ۵۴ او افسر ځاځي ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. بندامیر ته په توپ اچونه کې حمزه هوتک ۲ او نجات مسعود یوه ویکټ واخیسته.

د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۷۴ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو نیمه پایلوبه به سبا چهارشنبې په کندهار کرکټ لوبغالي کې د مس عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ تر سره شي.

ټاکل شوې د دغه لیګ پایلوبه سبا (چهارشنبې د تلې په ۳۰مه نېټه) ترسره شي

شریک یي کړئ