Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امان‌الله خان کرېکټ لیګ پایلوبه؛ امو د مس عینک پر وړاندې

د غازي امان الله خان کرېکت سیالیو غوره لیګ پایله لوبه به سبا پنجشنبې(د لړم په لومړۍ نېټه) امو او مس عینک لوبډلې سره میدان ته شي.

د افغانستان د کرېکت بورډ ویاند، فرید هوتک وايي، ټاکل شوې دغه لوبه سهار ۸:۳۰ دقیقې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ مس عینک لوبډلې د بند امیر ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده.

لوبه کې د مس عینک لوبډلې د بندامیر لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لاره وموندله.

پیل کې د یادې لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او بندامیر لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه. بند امیر لوبډلې د لوبې په ۳۳،۱ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او مس عینک لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

بندامیر ته په توپوهنه کې دروېش رسولي ۵۲، حشمت الله شهیدي ۲۶ او عمران جنت ۱۷ منډې ترسره کړې. په داسې حال کې چې مس عینک ته په توپ اچونه کې ضیاء اکبر ۵، حسیب الله ۳، ضیاء شریفي او شاهدالله یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې مس عینک لوبډلې د ټاکلي هدف د دپوره په موخه توپوهنه پیل کړه. مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۳۷،۳ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بندامیر ته یې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د روانو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده. مس عینک ته په توپوهنه کې رحمت شاه ۶۸ ناسوځېدلي، عمران میر ۳۶ او غمي ځدراڼ ۱۷ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې. بند امیر ته په توپ اچونه کې حمزه هوتک ۳ لوبغاړي وسوځول.

د مس عینک لوبډلې توپ اچونکی ضیا اکبر چې د بندامیر لوبډلې ۵ ویکټې یې ا خیستې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

شریک یي کړئ