Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تخار ولایت کې د طالبانو برید کې کابو۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي

د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۵۰ تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ځينې هم ټپيان شوي دي.

هغه سرتېري چې له دغې جګړې ځانونه ژغورلي دي وايي چې له طالبانو سره په څو ساعته زښته سختې جګړه کې په ځلونه د مرستو غوښتنه کړې ده خو هغوی ته مرسته نه ده رسېدلې.

ټول د خپلو هغو خپل خپلوانو د مړو د ترلاسه کولو لپاره چې، په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې وژل شوي د دغه روغتون سړې خونې ته راغلي دي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو ځينې استازي وايي چې تراوسه د څه باندې ۴۷ تنو مړي د تخار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ولسي جرګې غړی امیر محمد خاکسار وايي:«تراوسه خو ۴۵ تنه شهیدان دي او درې څلور تنه نور ټپیان دي، ښايي د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم لوړ شي.»

د تخار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم حیرت هم وویل:«د تخار د ځانګړې قطعې ۱۰ تنه شهیدان دي، د ۹۹۹ قطعې هم لس تنه شهیدان دي او د تخار ولایت د پولیسو ۱۷ تنه شهیدان دي چې د ۱۲ تنو مړي یې اوس روغتون ته رسېدلي دي.»

طالبانو تېره شپه د بهارک ولسوالۍ په مسجد سفید کلي کې پر دولتي ځواکونو برید وکړ.

هغه سرتېري چې له دغې پېښې روغ وتلي وايي، دوی د څو ساعتونو لپاره مقاومت وکړ؛ خو سره له دې چې څو ځلي یې د مرستې غوښتنه وکړه؛ خو بیا هم هېڅ چا یې غږ وانه ورېد.

په تخار کې یو سرتېری وايي:«په سړخونه کې ټول شهیدان دي د خدای لپاره! ولې د خلکو درد ته نه درمل کېږئ، که چېرې نه شی کولای ولې له خپلو څوکیو نه لرې کېږئ او وروره! یو بل کس دې راشي، نه شې کولای پرېږدئ، سوله څه خبرې یې څه؟»

په دې خونړۍ جګړه کې، د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر راز محمد دور اندېش هم وژل شوی دی.

راز محمد دور اندېش د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر و او له څه مودې راهیسې د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر په توګه ګومارل شوی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څرګندوي:«د امنیت امر په لومړي سر کې ټپي او وروسته شهید شو او د تخار د امنیت امر ځينې همسنګران هم شهیدان شوي دي.»

د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرښت اندېښنې راولاړې کړي دي او هېوادوال هم وايي چې، د دغه وضعیت دوام به سولې ته رسېدل هم ستونزمن کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه وايي:«طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي، تاوتریخوالی باید د پام وړ کم کړي چې اوربند تامین ته لاره هواره شي او همدارنګه دغه ډله له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.»

ملي دفاع وزارت هم وايي چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۲۶ ولایتونو کې دولتي ځواکونو هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې په خپلو بریدونو کې ۱۱۶ طالبان وژلي او ۳۹ نور یې ټپيان کړي دي. 

د راپورونو له مخې، لا تر اوسه د کابو ۵۰ پوځيانو جسدونه او څه باندې ۵ ټپيان دلته راوړل شوي دي.

شریک یي کړئ