Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: طالبان جګړې ته شرعي دلیل نه لري او پر کاذبې بریا باوري دي

هېواد کې د جګړې د زیاتولي په لړ کې، ولسمشر اشرف غني وايي چې طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري او د دغې ډلې وروستي بریدونه د دې ښودنه کوي چې هغوی د کاذبې فتحې پر روایت باوري دي.

ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د معرفۍ په مراسمو کې د ولسمشر غني وینا تر ډېره د افغانستان پر جګړې او سولې راټوله وه. ښاغلی غني د طالبانو جګړه د اسلام له نظره ننګوي.

ولسمشر اشرف غني وویل:«طالبان د جګړې لپاره هېڅ ډول شرعي دلیل نه لري؛ که چېرې مثال غواړې نو په دوحه کې زموږ علما ووینئ! هغوی طالبانو ته وړاندیز وکړ که چېرې کوم اختلافي مورد وي، راشې چې د قران او نبوي سنتو او شریعت پر اصولو یې حل کړو او هغوی وايی چې نه، بنسټ باید له امریکا سره د هغوی هوکړه وي، ووینې چې له اسلام څخه څوک استازیتوب کوي؟»            

په داسې حال کې چې، د هېواد د ۲۴ ولایتونو په ځینو سیمو کې جګړې روانې دي؛ لکه څرنګه چې تېره شپه تخار ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۴۷ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ځينې هم ټپيان دي.

ملي دفاع وزارت هم وايي چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۲۶ ولایتونو کې دولتي ځواکونو هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې په خپلو بریدونو کې ۱۱۶ طالبان وژلي او ۳۹ نور یې ټپيان کړي دي. 

ولسمشر څرګنده کړه:«پر هلمند او غور ولایتونو او د هېواد په ټولو برخو کې د طالبانو بریدونه د دې ښودنه کوي چې دوی لا هم د کاذبې بریا پر روایت باوري دي.»

هغه زیاته کړه:«ولاړشئ او له مولوي صاحب هبت الله څخه وپوښتئ چې چېرته پټ دی او ولې خلک وژني؟ دا وايي چې پر امریکایانو برید مه کوئ، مننه! خو پر موږ ولې برید کوئ؟»

په هېواد کې جګړې په داسې حال کې زور اخیستی دی چې له څه باندې یوه میاشت کېږي د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې د رسمي خبرو اترو د پيل پر سر سره چنې وهي هغه مذاکرات چې لا روښانه نه ده کله به پیل شي.

د ولسمشر د وینا پر مهال، په هېواد کې د متوازنې پراختیا د نشتون له امله د هلمند د خلکو د یوه استازي نیوکې ولسمشر په غوسه کړ.

حبیب افغان چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی دی وايي، په اسانۍ سره نه شي کولی چې له ولسمشر سره وګوري؛ نو له همدې امله یې خپلې غوښتنې په دې مراسمو کې مطرح کړې.

د ولسي جرګې غړی حبیب افغان په ډاګه کړه:«ولسمشر ته مې وویل چې جمهوریت مو تر ته ترلاسه کړ او له هغه ملاتړ کوو، خو عدالت مو ترلاسه نه کړ.»
  
ولسمشر غني د امریکاييانو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو د درېدو او د دولتي ځواکونو پر وړاندې د یادې ډلې د بریدونو دوام ته هم غبرګون وښود.

خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له افغانستانه د دغه تړون د ځواکونو وتل د هېواد په وضعیت پورې تړلی بولي او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکی دی:«طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي؛ تاوتریخوالی باید د پام وړ کم کړي چې اوربند ته لار هواره شي او دغه ډله دې له القاعدې او نورو ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.»

له دې ټولو سره سره، له حکومته د ولسي جرګې یوه غوښتنه دا ده چې، له طالبانو سره د هوکړې په چارو کې نه ښايي ډېر وخت ضایع شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په دې هکله وویل:«په دوحه کې د سولې د مذاکراتو له پیل سره خلکو د اوربند د رامنځته کېدو لپاره ډېرې هیلې لرلې، خو د مذاکراتو په بهیر کې پڅوالی د خلکو هیلې په ناامېدۍ بدلې کړې.»

خو ولسمشر غني وايي، له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده.

له بل لوري، ښاغلي غني د امریکا د ملاتړ او په ځانګړې توګه په هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو له هوايي بریدونو او همداراز د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ساتنې په برخه کې د نورو متحدینو له ملاتړ هم ستاینه وکړه.

د شمېرو پر بنسټ، دم کړۍ د د هېواد د ۲۴ ولایتونو په ځینو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

شریک یي کړئ