Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناټو ملکي سفیر:د دولتي ځواکونو په هکله مذاکره باید ټول ګډونه وي

په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی پونټيکوروو وايي چې د افغانستان د دولتي ځواکونو راتلوونکی به د سولې په مذاکراتو کې یو له تر ټولو ننګونې مسله وي.

د ناټو دغه چارواکی وايي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کې د ښځو په ګډون چې په امنیتي او دفاعي ادارو کې مهم رول لري؛ باید د ټولو نظرونه په پام کې ونیول شي، او باید تر ډېره بریده ټول ګډونه او جامع وي.

په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی پونټيکوروو زیاتوي:«افغانان به یوارې هغه وخت د امنیت احساس وکړي چې په خپله د امنیت د ټينګښت مسوولیت ولري. سیمه ییز لوبغاړي هم باید پوه شي، چې دا سیمه به هغه مهال لا امنه وي چې د سولې له هوکړې وروسته د امنیتي ځواکونو جوړښت د مذاکرې پر مېز د افغانانو له لوري وټاکل شي.»

بل خوا د افغانستان د امریکايي پوهنتون رییس په دې باور دی چې اوس مهال ډېری خلک سم نه پوهېږي چې آیا طالبان سوله غواړي او که واک؟

د افغانستان د امریکایي پوهنتون رییس ډېوېډ سیډني څرګندوي:«دا پوښتنه نا څرګنده ده چې آیا طالبان سوله غواړي؟ ډېری پوښتنې مو چې مطرح کړې، یوازې هغه مهال روښانه کېږي چې طالبان سوله وغواړي. آیا طالبان واک اخیستو ته ژمن دي او موخه یې واک دی؟ آیا هغه په دوحه کې د خبرو له لارې ترلاسه کوي، که په پوځي ځواکونو یا له دننه د افغانستان د نظام د پاشل کېدو له لارې؟»

خو د سولې له هوکړې وروسته د افغان ځواکونو د راتلونکي او د طالب جنګیانو د برخلیک په تړاو د وسله والو ډلو د مطالعې د مرکز یو غړې وایي چې د امنیتي ادارو لپاره باید یوه پراخه حل لاره  ولټول شي.

د وسله والو ډلو د مطالعې د مرکز غړې اشلي جکسون وايي:«په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې له شخړې وروسته د بې وسلې کولو د کارندوالي په تړاو لږ شواهد شته. خو ډېر شواهد شته چې دا پروګرامونه خپلې موخې ته په رسېدو کې ناکام شوي دي؛ نو که په راتلونکي کې د امنیتي سکټور لپاره د حل لارې په لټه کې یاست؛ دا  حل لار به بې وسلې کول نه وي.»

په اسټرالیا کې د پوهنتون استاد نعمت بېژن چې هغه هم په دغه پروګرام کې حضور درلود وویل:«افغانستان دې ته اړتیا لري هغه تشه چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره رامنځته کېږي د حکومت د اصلي بنسټونو له لوري ډکه شي. پر دې سربېره دا ادارې باید د پخوانيو  جنګیاليو یوه برخه هم ادغام کړي نه ټول هغوی. ځکه یوه برخه به یې خپل مُلکي ژوند ته مخه کړي.»

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې په دې تړاو به په دوحه کې د مذاکراتو پر مېز بحث وشي.

د دغه پروګرام ځينې ګډونوال وایي چې د ډایاګ په څېر پروګرامونو کې فساد شوی او د جنګیالیو د بې وسلې کولو او عادي ژوندانه ته د ستنېدو لپاره واقعي سیاسي هوډ نشته.

څه باندې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د رسمي پیل لپاره پر چنو وهلو سره بوخت دي.

شریک یي کړئ