Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو له خوا د هلمند پرځېدو په هکله د دغه ولایت مېشتو اندېښنې

د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې د جګړې له دوام سره هم مهاله، د هلمند اوسېدونکي د طالبانو لاس ته د دغه ولایت د احتمالي لوېدو په هکله اندېښمن دي.

شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې طالبانو په هم مهالې توګه د لښکرګاه ښار پر څلورمه حوزه او د هلمند پر ناوې، نهر سراج او نادعلي ولسوالیو برید وکړ او د دغو سیمو ځينې برخې یې ونیولې دي.

خو د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه د طالبانو په ولکه کې ده او د درېیمې حوزې په ځينو برخو کې جګړه روانه ده.

د لښکرګاه ښار درېیمې حوزې اوسېدونکی محمد داوود وویل:«دلته طالبان لوېدیځ په لور په درې سوه مټرۍ کې د کنډۍ په سیمه کې دي... وضعیت ښه نه دی، کار او بار نشته، نه شو کولای چې د چای او ډوډۍ پیسې چمتو کړو او خلک بې کاره شوي دي.»

د لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې بل اوسېدونکی محمد ګل هم زیاتوي:«وضعیت ګډ و وډ دی. طالبان هم دي او دولت هم خو ولې موږ در په دره یوو؟»
 
د لښکرګاه ښار په اته کیلومټرۍ کې د ناوې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځو . که څه هم دلته افغان ځواکونه له طالبانو سره پر جګړه بوخت دي ؛ خو وایي چې که طالبان سولې ته حاضر نه شي پر وړاندې به یې ودرېږي.
            
په ناوې ولسوالۍ کې پولیس سرتېری مدد خان وویل:«طالبان دا غواړي چې خلک ووېروي او غواړي چې دا سیمه ونیسي... که چېرې اوربند وشي، سیمه زموږ په لاس کې ده او که ونه شي موږ اجازه نه ورکوو چې دا ځای ونیسي.»
       
په ناوې ولسوالۍ کې پولیس سرتېری محمد هم وايي:«له بده مرغه جګړه روانه ده. او موږ له طالبانو غواړو چې سوله وکړي، رادې شي او سوله دې وکړي؛ په جګړه کې ګټه نشته. له هغې پرته موږ هم مقاومت کوو.»

د هلمند والي وایي چې طالبانو په پرمختللو وسلو سره د لښکرګاه ښار د سقوط تکل درلود؛ خو د هغوی پلان ناکام شوی دی.
          
د هلمند والي یاسین خان څرګندوي:«د لښکرګاه سقوط د دښمن پلان و او دا د هغوی شوم پلان و. خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې دښمن ناکامه او وشرمېد او دا هم روښانه ده چې هغوی سوله نه غواړي، د جګړې غوښتونکي دي.»

که څه هم تمه کېده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پېلېدو وروسته په هېواد کې جګړې کمې شي؛ هېوادوال وايي چې د دوی د تمو پر خلاف طالبانو په هېواد کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې طالبانو په هم مهالې توګه د لښکرګاه ښار پر څلورمه حوزه او د هلمند پر ناوې، نهر سراج او نادعلي ولسوالیو برید وکړ او د دغو سیمو ځينې برخې یې ونیولې دي او جګړه روانه ده.

شریک یي کړئ