Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرور دانش: طالبان د سولې بهیر کې متضاد چلند لري

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې په هېواد کې د مذاکرې لپاره هڅې او هم مهاله د تاوتریخوالي زیاتوالی د طالبانو په چلند کې تضاد ښيي او دا ډله باید په سوله کې وخت ضایع کولو او هېواد کې انسان وژنې ته دوام ورنه کړي.

ښاغلي دانش چې نن کابل کې په یو لړ مراسمو کې وینا کوله، وویل چې طالبان هڅه کوي چې په دوحه کې د سولې مذاکراتو له دوام سره خپلې پوځي لاسته راوړنې زیاتې کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال په دوحه کې د سولې د مذاکرتو د کړنلارې په تړاو د خبرو پر اوږدېدو هم نیوکه کوي او طالبان په مذاکراتو کې د وخت په ضایع کولو او په هېواد کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره په امتیاز اخیستنې تورنوي.
 
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په دې اړه وویل:«هم مذاکره او هم جګړې ته زور ورکول، د طالبانو په چلند کې په څرګنده تضاد دی او د دې ښودنه کوي چې دغه ډله غواړي د مذاکرې د پوښښ په دوام کې د خپلې پوځي فتوحاتو په فکر کې وي، خو دا فکر یوه باطل خیال او محال دی.»

ورته مهال د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم  وایي چې د سولې د مذاکراتو د کړنلارې پرسر هوکړې ته نه رسېدل ښيي چې د طالبانو په لید لوري کې کوم بدون نه دی راغلی.
 
ښاغلي محقق زیاته کړه:«نن په ګومان مې څلوېښتمه او یا یو څلوېښتمه ورځ ده چې د اسلامي جمهوري نظام استازي په قطر کې دي. هغه معلومات چې زه یې لرم، کله یوه اوونۍ هم یو بل نه ویني لا تراوسه د کړنلارې پر سر هوکړه نه ده شوې.»

بلخوا د جمعیت اسلامي اجرایي رییس د ویون له هندۍ شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې که پاکستان په افغانستان کې سوله په سیمه کې سوله وبولي افغانستان له دغه هېواد سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو دی؛ خو ورسره جوخت په افغان سولې بهیر کې د هند د  ګډون غوښتونکی دی.

د جمعیت اسلامي اجرایي رییس عطا محمد نور ویلي:«وړاندوینه نه ده شوې چې د سولې بهیر به بریالی وي، خو  هند د سیمې یو هېواد دی چې په دې بهیر کې مهم رول لري، غواړو چې هند د دې بهیر یوه برخه وي.»

څه باندې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د رسمي پیل په هکله په چنې وهلو بوخت دي، خو تراوسه بریالي شوي نه دي چې حتا د دغو مذاکراتو پر کړنلارې هم سره سلا شي.

هېوادوال هم وایي چې په دوحه کې د سولې ناڅرګند برخلیک د افغانستان د سولې د مذاکراتو پر پایلو بې باوره کړي دي.
 
د کابل اوسېدونکی عبدالله په دې اړه وايي:«دلته تل خلک شهیدان کېږي؛ د خلکو اولادونه شهیدان کېږي، خو له هېچا ګټه نه ده رسېدلې.»

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د مذاکراتو له پیل سره هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

څه باندې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د رسمي پیل په هکله په چنې وهلو بوخت دي.

شریک یي کړئ