په دوحه کې د سولې هڅو سره هم مهاله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په لړ کې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي.
د ناټو سرمنشي چې نن ماښام په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په پای غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ چې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې سره خپلې اړیکې وشلوي.
هغه زیاته کړه:«طالبان باید د تاوتریخوالي د نه منلو کچه راټیټه کړي او د اوربند د رامنځته کېدو لپاره لارې هواري ته دې چټکتیا ورکړي. هغوی باید له القاعدې او ټولو ترهګرو سازمانونو سره خپلې اړیکې پرې کړي؛ داسې چ افغانستان نور هېڅکله پر نورو هېوادونو د ترهګرو د ترهګریزو بریدونو د بستر په توګه وکارول شي.»
هغه له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په هکله هم وویل که چېرې ټاکل شوې وي دغه ځواکونه له افغانستانه بهر شي، د ناټو غړي به په ګډه په دې اړه پرېکړه وکړي:«لکه څرنګه چې یو ځای افغانستان ته ولاړو، له افغانسانه به یوځای بهر هم شو کله چې وخت یې راورسېږي.»
د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې له افغانستانه د دغه سازمان د ځواکونو وتل د افغانستان له شرایطو سره تړاو لري.
هغه همدارنګه په کندهار کې د دوه رومانیايي سرتېرو د ټپي کېدو په هکله هم وویل چې پرېکنده ملاتړ ماموریت دا پېښه په افغانستان کې څېړي.
دغه دوه سرتېري، تېره اوونۍ په کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې کې ټپيان شول. دا د تېر کال په کب کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته پر بهرنیو ځواکونو لومړنۍ چاودنه وه.
ینس سټولټبنرګ په دوحه کې د سولې له هڅو هرکلی وکړ او وې ویل چې ناټو له دغه بهیره ملاتړ کوي، خو هغه زیاته کړه چې د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې به وساتل شي:«د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه چې له سرښندنې سره ترلاسه شوي، ډېر مهم دي؛ د دغو لاسته راوړنو ساتل نه یوازې د ښځو او نجونو لپاره بلکې په اوږد مهال کې د هر افغان د کټې لپاره ډېر مهم دي.»
څه باندې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې خبرو اترو د رسمي خوندې پر سر په چنې وهلو بوخت ديږ خو تراوسه بریالي شوي نه دي چې د دغو خبرو کړنلاره جوړه کړي.
له دې سره جوخت په هېواد کې نښتې د پام وړ زیاتې شوې دي؛ لکه څرنګه چې د ملي دفاع وزارت شمېرې ښيي چې دم کړۍ د هېواد په څه باندې شلو ولایتونو کې جګړه روانه ده. له دې ډلې څه باندې پنځلس ورځې کېږي چې د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې وویل چې طالبانو د سولې له بهیر سره هم مهاله تاوتریخوالی هم زیات کړی دی او دا کار د سولې بهیر کې د هغوی تضاد ښيي.