Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مذاکراتو کې د ځنډ او د تاوتریخوالي د دوام په هکله د خلکو اندېښنې

ځینې هېوادوال وايي تمه یې لرله چې د دوحې د مذاکراتو پیل د جګړې او تاوتریخوالي لپاره د پای ټکی وي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره تاوتریخوالی زیاتېږي.

په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو له پرانستغونډې ۴۳ ورځې تېرېږي، خو تر اوسه د سولې مرکچي پلاوي د مذاکراتو د کړنلارې پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.

هېوادوال وایي چې د تاوتریخوالي د کمېدو هېلې یې نه دي پوره شوي.

 د جومات امام رجیب علي فهیمي وویل:«دا جګړه د مومنیو ترمنځ جګړه ده او حرامه ده د پيغمبر د سنتو او الهي وحې له پلوه په کلکه حرام دي.»
           
کابل کې محصله خدیجه وايي:«نه پوهېږم چې سوله څه وخت راځي واقعاً چې خلک او هېواد له جګړې ستومانه شوي دي.» 

عزیز چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ غړی دی، کوچنی کارو بار لري او په سختۍ سره د موچیتوب له لارې د خپلې کورنۍ د شپې او ورځې ډوډۍ پيدا کوي؛ خو د سولې د مذاکراتو بندون ان د ده پر کار هم منفي اغېز کړی دی:«څومره ځنډ وشو چې په تمه یوو چې په سیمه او افغانستان کې یوه سوله او ارامي راشي.»

له دې سره همهاله د ناټو سرمنشي وایي چې دوی د افغانساان د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره پرېکړه باید په خپله افغانان وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه:«په پای کې، سوله باید په افغانستان کې په خپله د افغانانو له لوري راوستل شي. موږ کولای شو د هغوی مرسته او ملاتړ وکړو .خو خپل پوځي حضور باید د سولې او مذاکراتو بهیر په رڼا کې وڅېړو او خپلې وروستۍ پرېکړې وکړو.»

بل خوا د اسلامي جمعیت اجرایي رییس د هند  له ډي ډي نیوز شبکې سره په مرکه کې وایي چې طالبان وخت ضایع کوي او فکر کوي چې ناټو او امریکا ته یې ماته ورکړې ده؛ خو باید پوه شي چې که د سولې بهیر مثبته پایله ورنه لري؛ له هغوی سره به مقابله وشي.

د اسلامي جمعیت اجرایي رییس عطا محمد نور زیاتوي:«که وضعیت لاپسې خراب شي، دویم مقاومت به رامځنته شي. موږ آزادي غوښتونکي یوو او تېر ته به ستانه نه شو. نه غواړو چې څوک پر موږ خپل رژيم وتپي. که وضعیت خراب شي، موږ به هغه لومړني کسان واوسو چې د طالبانو پر وړاندې درېږې؛ خو هیله من یوو چې د سولې بهیر مثبته پایله ورکړي او د خلکو هېلې پوره شي او د خلکو لاسته راوړنې وساتل شي.»

تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان او ځينو نورو ملي او نړیوالو بنسټونو په هېواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ