Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په لوېدیځ کې ځانمرګی برید؛ ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي

نن له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د دیارلسمې حوزې په اړوند پل خشک سیمه کې ۴:۳۰ دقیقې یوه چاوده وشوه.

د کابل پولیس د دغې چاودنې پخلی کوي خو د هغه د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله معلومات په واک کې نشته.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا چاودنه په یوه روزنیز مرکز کې شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په لوېدیځ کې رامنځته شوې چاودنه کې تراوسه یو تن وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.

 د کابل پولیس وايي چې لومړني معلومات څرګندوي چې د کابل ښار د دیارلسمې حوزې په چاودنه کې ۱۰ تنه وژل او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

 د کابل پولیس همدارنګه زیاتوي چې دغه پېښه د کوثر دانش روزنیز مرکز په کوڅه کې شوې ده او شونې ده چې دغه چاودنه د ځانمرګي برید له امله وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغې چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شوو.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت هم څرګندوي چې په دغې پېښه کې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

ورته مهال طالبانو په دغې چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د دغه رپوت جزیات به وروسته اضافه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه