Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: د لنډمهالي حکومت جوړېدل یوازینۍ حل لار ده

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (یکشنبې، د لړم په ۴مه) یوې خبري ناسته کې وايي چې طالبان اوسنی حکومت نه غواړي او د هغه په وینا لنډ مهالی حکومت یوازینۍ حل لار ده.

حکمتیار چې د پاکستان له سفره راغلی دی وایي چې د سولې بهیر کې ښکېل نور هېوادونه پر دوو محورونو وېشل شوي دي.

د نوموړي په وینا لومړی محور چې پاکستان، قطر او امریکا دي. ظاهراً په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي. خو په دویم محور کې ایران، هند او کابل شامل دي چې د ده په وینا نه غواړي په هېواد کې سوله راشي.
     
حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل:«د دوحې اوسني مذاکرات یوازې د ارګ یوې ډلې او طالبانو ترمنځ دي او د ټولو افغانانو مذاکرات نه دي؛ ځکه چې په دغو مذاکراتو کې یو ډېر شمېر سیاسي ګوندونه شریک نه دي. موږ نه یوو، اړتیا ده چې یوه اجماع راشي او له هغې وروسته په واحد نظر سره مذاکرات پیل کړو.»    

د حزب اسلامي مشر د هېواد د اوسني کړکېچ د حل لپاره د یوه لندمهالي حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او د دولت پر وړاندې د طالبانو جګړه د مجبورۍ له امله بولي.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې افغان حکومت د هلمند په جګړه کې د لسګونه پاکستاني جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکړی دی؛ خو د حزب اسلامي مشر دا خبر دروغ بولي.
 
خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هلمند په جګړه  کې پاکستانیان هم وژل شوي دي.
 
ګلبدین حکمتیار تېره اوونۍ اسلام آباد ته سفر درلود چې په دغه سفر کې یې د پاکستان له لومړي وزیر، ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او ځينو نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل. 

د نوموړي په وینا لومړی محور چې پاکستان، قطر او امریکا دي. ظاهراً په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي.

شریک یي کړئ