Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز د برید قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د کوثر دانش پر روزنیز مرکز د ځانمرګي برید قربانیان نن (یکشنبې د لړم په ۴مه) خاورو ته وسپارل شول.

د دغو قربانیانو ډېرۍ برخه د دغه ښوونیز مرکز زده کوونکي وو د پلازمېنې په لوېدیځ کې هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول، خو د ځينو مړي ولایتونو ته هم وړل شوي دي.

د دغو قربانیانو کورنۍ وايي چې مسوولان د ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو د امنیت د تامین په برخه کې بې پروا دي.
 
محمد حسین د تېرې ورځې د ځانمرګي برید یو له قربانیانو دی، د حسین جنازه چې یتیم را لوی شوی و؛ د هغه وروڼه او خپلوان یې خاورو ته سپاري.

حسین د کوثر دانش د ښوونیز مرکز یو له تکړه زده کوونکو و او غوښتل یې چې په راتلونکي کال کې د کانکور عمومي اول نومره شي.
 
د محمد حسین ماما په دې اړه وویل:«پلار یې دولس کاله مخکې مړ شوږ دوه وروڼه لري چې ساده کارونه لري په دوکان کې کار کوي. دا هلک لایق و. ویل یې چې په ۱۴۰۰ کال کې د کانکور اول نمره کېږم.» 

د هدیرې په بله څنډه کې، د سیمې ځينې اوسېدونکي د قربانیانو د بند ټوټې چې د پېښې له ځایه یې راغونډې کړې دي، خښوي.

د کوثر دانش ښوویز مرکز ځینې زده کوونکي سره راغونډ شوي او چارواکي د ښوونیزو مرکزونو د امنیت په ساتلو کې په بې غورۍ تورنوي.
 
یو له دغو زده کوونکو مصطفي په دې اړه وویل:«موږ یوازې غواړو درس ووایوو. معلومه کړئ چې زموږ جرم څه دی؟»

د کوثر دانش بل زده کوونکی محمد حسین رضايي هم څرګندوي:«پاملرنه دې وکړي چې وژنه پای ته ورسېږي.»

د هغو شمېرو پربنسټ چې امنیتي سرچینې یې وايي، د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا ځوانان وايي چې د دې پېښې ځينې قربانیان د کانکور ازموینې د چمتووالي لپاره له نورو ولایتونو کابل ته راغلي وو.

د دغې پېښې ډېری قربانیان بې وزله کورنۍ وې.
 
عید محمد محمدي چې د دغې پېښې یو قرباني دی کورنۍ یې وايي چې هغه د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره د خپلې کورنۍ د ژوندانه د زمینې برابرولو لپاره غالۍ اوبدلې.

د عید محمد له خپلوانو رحیمه وايي:«زموږ ځوانان یې شهید کړل، موږ یې په غم کېنولو، فکر وکړې او ننداره وکړئ.»

د عارف د کورنۍ غړي چې هغه هم د دغې پېښې یو بل قرباني دی وايي چې تمه یې لرله چې اولاد یې د زده کړې په ترلاسه کولو سره ورته ښه راتلوونکی جوړ کړي، خو هغه دا هیله له خپل په وینو لېت پېت بدن سره خاورو ته یوړه.

د عارف ورور عزیزالله څرګنده کړه:«ډېرې هیلې یې لرلې. مور مې ناورغه وه او پلار مې هم کمزوری، عارف له درس لوستلو سره هڅه کوله چې د دوی لاس ونیسي.» 

د عارف پلار محمد حسین هم زیاتوي:«د دغه ملت امنیت نه شي نیولای؛ دا دولت څه کړو؟ دا دولت څه کړو؟»

له دې ټولو سره، د کوثر دانش ښوونیز مرکز زده کوونکي وايي د دې سربېره چې خپل ملګري او ټولګي وال یې له لاسه ورکړي او په غمجن دي، خو خپلو درسونو ته دوام ورکوي.

یو له دغو زده کوونکو فهیم مرادي څرګندوي:«داسې کسان شته چې خپلې ځمکې یې ګرو کړې دي او خپل اولادونه یې په تعلیم پسې روان کړيد. زموږ پوښتنه دا ده چې زموږ ګناه درس ویل دي.»

بل زده کوونکی لطیف ابراهیمي هم وايي:«دښمن غواړي چې د علم او پوهې لار پر خلکو بنده کړي چې دا کار نه شي کولای.»

د چارواکو په وینا د کوثر دانش د ښوونیز مرکز مخې ته د ځانمرګي برید ډېری قربانیان زده کوونکي دي چې نن د جنبش روښانيي په غونډۍ او د هغې په شاوخوا غونډیو کې خاورو ته سپارل کېږي.
 
شریک یي کړئ