د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې سیمه کې د ماین چاودنې له کبله درې تنه ټپیان شول.
پېښه نن سهار(دوشنبې د لړم په ۵مه نېټه) د امید سبز ښارګوټي سیمه کې د چسپکي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د پېښې شاهدان وايي چې ماین پر یوه پراډو ډوله موټر نښلول شوی وو.
د پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.