Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوازې په تېرو پنځو ورځو کې څلور ولایتونو کې ۵۸ولسي ګړي وژل شوي

هغه شمېرې چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې یوازې په تېرو پنځو ورځو کې ۵۸ ولسي وګړي د هېواد په څلورو ولایتونو - کابل، غزني، خوست او زابل کې په وسله والو بریدونو او چاودنو کې  وژل شوي دي.

د دغو شمېرو پربنسټ، په دغو وسله والو بریدونو او چاودنو کې په دغې موده کې ۱۴۳ ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي.

هاشم نظري چې د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکی و، د کابل د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تېرې سې شنبې په چاودنه کې یو له وژل شویو کسانو دی.

د هغه پلار چې په لاس ګاډي سره په ښار کې کار کوي وايي، زوی یې د ښوونځي له درسونو وروسته د بایسکل جوړونې په یوې هټۍ کې هم کار کاوه؛ خو تېره ورځ کله یې چې غوښتل ښوونځي ته ولاړ شي، د لارې په اوږدو کې د یوې چاودنې له امله ومړ.

د چاودنې د قرباني هاشم نظري پلار ناظر نظري وویل:«ښوونځي ته روان و. کله چې تېره ورځ کور ته ولاړ، یوه بجه او شل دقیقې وې، په ځانمرګي کې برابر شو. موږ فکر وکړ چې ښوونځي ته تللی دی؛ ناوخته خبر شوو چې قرباني شوی دی.»

د هاشم نظري ورور نوروز نظري هم وايي:«د هاشم ټلېفون ته مې زنګ وواهه، خو ټلېفون یې بل چا ورته کړ. خپل ټلېفون یې د کور ته څېرمه دوکان کې اېښی و او خپله یې وویل و چې ښوونځي ته ځي. کله چې کور ته را نه غی، ښوونځي ته ولاړو؛ ومو لیدل چې ټول رخصت وو او وروسته له روغتون څخه مو مړی پيدا کړ.»

د دغې چاودنې دویم وژل شوی کس علي اکبر دی. هغه چې د خپلې کورنۍ د نفقې برابرونکی وو، هغه مهال ووژل شو چې د بایسکل جوړونې په خپل دوکان کې پر کار بوخت وو.

علي اکبر کوژده کړې وه او ټاکل شوې وه ډېر ژر د خپل واده مراسم هم ترسره کړي.

د چاودنې د قرباني علي اکبر قاسمي ماما محمد بصیر قاسمي وايي:«د کور مشر زوی و. تر شپږم ټولګي یې زده کړې کړې وې. له سهاره تر ماښامه یوازې د یوې نمړۍ ډوډۍ په لټه کې و.»

ورته مهال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون شمېرې هم ښيي چې په تېرو څلورو ورځو ترهګریزو پېښو کې ۳۰ ماشومان هم وژل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې هکله وویل:«ډېره جدي اړتیا ده چې اوربند اعلان شي او له دې ډېر د افغانستان د خلکو د حقوقو د ترپښو لاندې کېدو لامل نه شي.»

د ملګرو ملتونو یو راپور چې همدا پرون خپرو شو د دې ښودنه کوي چې، په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو له پرانېستو وروسته د افغانستان په روانو جګړو کې د ولسي وګړو د تلفاتو په کچه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او یوازې په تېرو ۹ میاشتو کې په بېلابېلو پېښو کې نږدې ۶ زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ