Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وردګو پخوانی والي له ۱۶تنو سره د فساد په تور محکمې ته معرفي شوي

لویه څارنوالۍ وايي چې د میدان وردګو د پخواني والي په ګډون ۱۷ له کورونا ویروس سره د مبارزې په بودیجه کې د فساد په تور محکمې ته معرفي شوي دي.

لویه څارنوالي ویاند جمشید رسولي وايي، په میدان وردګ ولایت کې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شویو پیسو د لګښتونو د څرنګوالي په اړه د دوی څېړنې پایته رسېدلي او دوی موندلې چې، له یادو پیسو شاوخوا ۸ لکه افغانۍ یې د سیمه ییز مسوولینو له لوري حیف و میل شوي دي.

هغه زیاته کړه:«د میدان وردګو د پخواني والي په ګډون ۱۷ تنه د افغانستان د لویې څارنوالۍ له خوا تورن پېژندل شوي او محکمې ته معرفي شوي دي.»

د دغه بنسټ د موندنو له مخې، د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره په هرات کې په څه باندې ۳۴ مېلیونه ځانګړو شویو افغانیو کې هم مالي فساد شوی او په بدخشان او نورستان کې هم د یادې مسالې په اړه د دوی ارزونې پایته رسېدلي دي.

د افغانستان د روڼتیا څاربنسټ اجرايي رییس اکرام افضلي وايي:«موږ ډاډ نه لرو چې دوسیې دې لویې څارنوالۍ ته تللي او اوس تر عدلي څار لاندې نیول کېږي او دوسیې په رڼه توګه ترتیب شوې دي او هغه کسان چې واقعاً په فساد کې لاس لري تر تعقیب لاندې راشي.»

ولسمشر غني تر دې مخکې په وار وار ویلي چې، د کورونا ویروس په اړه ځانګړې شوې پیسې به په پوره روڼتیا سره ولګول شي.

ښاغلي غني د روان کال د وږي په شپږمه ویلي و:«زه د عمري او علوي روڼتیا غواړم او تاسې (دولتي چارواکي) مسوول یاست؛ موږ امکانات درکړي تاسې باید ځواب راکړئ.»

تر دې مخکې، د هرات د والي په ګډون د دغه ولایت ۲۱ سیمه ییز مسوولین د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې اړوند پیسو کې د مالي فساد له امله محکمې ته معرفي شوي دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته د یاد ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت د مېلیونونه افغانیو له ځانګړې کېدو سربېره نړیوالې ټولنې هم په روان کال کې له افغانستان سره خپلې ډېری مرستې د یاد ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره ځانګړې کړې دي.

له دې مخکې د هرات د برحاله والي په ګډون د دغه ولایت ۲۱ ځايي مسوولان هم له کورونا سره د مبارزې په پیسو کې د فساد په تور محکمې ته معرفي شوي دي.

شریک یي کړئ