Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني طالبانو ته په اشارې:۴۰ قاچاق کوونکي یې د پیسو بدل کې ازاد کړل

ولسمشر غني طالبانو ته په اشارې وايي چې یادې ډلې د پیسو اخیستو په بدل کې ۴۰ د نشه يي توکي قاچاق کوونکي له بنده ازاد کړل.

ولسمشر چې نن(پنجشنبې د لړم په ۸مه نېټه) د فاع وزارت کې د اسلام ستر پیغبر د زودکړې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه دغه ۴۰ کسان یو یې هم د طالب په نامه نه و نیول شوي.

 ښاغلي غني وړاندې وویل:« هغه کسان د فساد تورونه لګوي چې خپله یې څلویښت قاچاق کوونکي د پيسو اخیستو په بدل کې ازاد کړل، په داسې حال کې چې یو یې هم د طالب په نامه نه و نیول شوی.»

دی همداراز وايي هغه کسان چې قاچاق کوونکي یې ازاد کړل، پوهیږي چې دا کار شرعي نه دی، خو بیا هم د نشه يي توکو قاچاق مجبوریت ګڼي او دا کار ترسره کوي.

ولسمشر قطر کې د سولې اصلي خبرو پر طرزالعمل د مرکچي پلاویو نه سلاکېدو ته چې طالبان خبرو ته له امریکا سره خپله هوکړه بنسټ غواړي، په اشارې وايي:«هغو خلکو چې په دین د شلو کالو د درېدو دعوه کوله، نن وايي نه، د امریکایانو سره تړون ورته د قرآن شریف له احکامو ارزښت لري.»

هغه د خپلو خبرو یوه برخه کې بیان کړه چې ځانمرګي بریدونه او اسلام سره هېڅ اړیکه نلري، د ولسمشر په وینا افغانستان کې څوارلس سوه کاله اسلام ته کار شوی دی او هغه کسان چې نوي نړۍ ته راغلي نشي کولی دغه هېواد کې د اسلام بنسټ بدل کړي.

په همدې حال کې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد دوحه کې د طالبانو د ډلې له سیاسي مرستیال سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وايي دغې لیدنې کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، سکاټ مېلر هم حضور درلود.

په ناسته کې طالبانو او امریکا متحده ايالاتو تر منځ هوکړې او د هغې مادو په تطبيق خبرې شوې دي.

دوحه ته له سفره مخکې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي وویل چې د ژمنو سره سره افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

هغه سې‌شنبې پر ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د یوه سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو ور به د تل لپاره پرانیستی نه وي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي:"زه سیمې ته راستون شوی یم او ناهیلی یم چې د اورکم لپاره د ژمنو سربیره، دغه کار ندی شوی.‌"

د خلیزاد په خبره سرټمبګي او د دښمنۍ پرېښودل، له هیوادوالو سره د تعامل، او د سیاسي همکارۍ، سیالۍ پر یوې قاعدې د توافق ردول د روانې جګړې سټې جوړوي.

هغه همداراز څرګنده کړې ده چې افغانان په ډیر شمېر کې وژل کیږي او سیمیز ورانکاري د خپلو نامشروعو موخو لپاره له افغانانو څخه د مردکیو د باروتو په توګه کار اخلي. وینه تویول باید ودرول شي.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې افغانان باید د ورانکارۍ پر ځاې پرمختیا، د غوبل پر ځاې ټیکاو، د غچ اخیستلو پر ځاې بخښنې او د نه نرمښت پر ځاې مصلحت ته مخه کړي

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ زلمي خلیلزاد ناروې ته سفر ورکړ او د سولې په تړاو یې د نړیوالې همغږۍ په اړه یې خبرې وکړې.

خبرباڼه کې راغلي دي چې  خلیلزاد به دوحه کې د افغان سولې بهیر لپاره له مرکچي پلاویو سره د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه