کابل کې د برېټانیا سفارت یوه اعلامیه کې له هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د سولې خبرو کې دې د ښځو رول غوښن کړي او که زور زیاتی ورسره کېږي ساتنه دې یې وکړي.
برېټانیا وایي، د ښځو له ګډون پرته به د افغان سولې مذاکرات بې پایلې شي.
د برېټانیا د سفارت اعلامیې پر بنسټ، ارزونې ښيي؛ که د سولې مذاکراتو کې د ښځو ګډون وي، نو د مذاکراتو د ناکامۍ امکان ۶۴ سلنه کموي.
له دې سره برېټانیا ویلي دي چې له ۱۱۹۰ تر ۲۰۱۷ زیږدیز کاله پورې ښځو د سولې بهېر کې لږه ونډه درلوده.
د منځني ختیځ لپاره د برېټانیا وزیر، جیمز کلیورلي ملګرو ملتونو ته د لیري لارې ناسته کې ویلي، اړتیا ده چې د نړۍ مشران خپلې خبرې عملي کړي.
هغه د پنجشنبې په ورځ(د تلې په ۸مه نېټه) د ښځو لپاره د بریټانیا مالي ملاتړ کړنلاره اعلان کړه، هغې وویل چې دغه کړنلاره په په ځانګړې توګه له سوله جوړونکو ښځو ملاتړ وکړي.
د نوموړي په خبره:«موږ په دې پوهیږو هر کله چې ښې د مېر خوا ته کیږي، د سولې خبرې لږې له ماتې سره مخ کیږي. موږ په همدې دلیل شل کاله مخکې چې هر هېواد د ملګرو ملتونو د بنسټ غړی شو ژمن شو چې د سولې خبرو کې د ښځو مشارکت زیات کړي. سره له دې لا هم د سولې خبرو کې د ښځو مشارکت ټیټ دی او هر کله چې ښځې دې بهیر ته د ننه کیږي، پر وړاندې یې ګواښونه زیاتیږي.»
د منځني ختیځ لپاره د برېټانیا وزیر بیان کړه چې اوس باید د نړۍ مشران خپلې خبرې عملي کړي او د برېټانیا له مشرۍ چې ښځې یې په لومړي کرښه کې دي پیروي وکړي او د هغوی مشارکت لپاره هڅې وکړي.