Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې بهیر کې د ښځو لاسته راوړنو پر ساتلو د ناټو او فنلنډ ټینګار

د هغه څه په اړه چې د سولې بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو په پام کې نه نیولو احتمال ګڼل کېږي د افغان مېرمنو د اندېښنو په لړ کې، ناټو او فنلنډ د سولې بهیر کې، د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو د ملاتړ پر دوام ټينګار کوي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پکا هاویستو له طلوع نیوز سره په مرکه کې د سولې مذاکرات ستونزمن ګني او وايي چې نړیواله ټولنه هم د مذاکراتو لپاره خپل شرایط لري:«دا خبرې اترې به ډېرې ستونزمنې وي نه یوازې د دې لپاره چې حکومت او طالبان مختلف لیدلوري لري بلکې د دې لپاره چې نړیواله ټولنه هم خپل شرطونه لري او موږ په افغانستان کې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو څخه نه تېرېږو.»

په دې لړ کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټيفانو پونټيکوروو د سولې بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي او وایي چې د ښځو حقونه د مذاکرې وړ نه دي.

هغه زیاته کړه:«تلپاتې سوله باید د ښځو په لاسته راوړنو جوړه شي؛ د هغوی حقوق باید وساتل شي او د برابرۍ لپاره د افغان مېرمنو د مبارزې لپاره یوه سمه طرحه جوړه کړي. د  ښځو حقونه او ګډون اختیاري او د مذاکري وړ نه دي، بلکې سولې ته د رسېدو تر ټولو پیاوړې وسیلې او د هغې تلپاتې توب دی.»
 
په دوحه کې سرچېنې وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له رییس معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي له غړو نادر نادري، خالد نور او رسول طالب سره کتلي دي.

د دغو سرچېنو په وینا په دې غونډه کې د مذاکراتو د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو، اختلافونو او تاوتریخوالي په تړاو  خبرې شوې دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او طالبانو د مرکچي پلاوي د مشرتابه او تماس ډلو ترمنځ خبرې اترې او ناستې دوام لري، خو تراوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.»

سرچینې وایي  د قطر استازي چې د مذاکراتو په بهیر کې د آسانچارو رول لري؛ د دواړو لورو له پلاوو سره کتلي دي او د هغوی تر منځ یې د اختلافونو د حل کولو لپاره د هغوی طرحې یو بل ته سپارلې دي.

بلخوا د کابل اوسېدونکي د سولې بهیر له اوږدېدو او په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په هکله اندېښنه کوي او له دواړو لوریو غواړي چې ژر تر ژره هوکړې ته ورسېږي او اوربند وکړي.

 د کابل اوسېدونکی فاروق صالحي څرګندوي:«د افغانستان خلک باید د سولې له جزیاتو خبر وي، ځکه چې دا سوله د افغانستان د خلکو لپاره ده نه د نورو خلکو لپاره.»

شریک یي کړئ